د چین سفیر د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر سره په کتنه کې له ستنیدکو کډوالو سره د دغه هیواد د ۱۰۰ میلیونه یوان یا نږدې ۱۴ میلیون ډالره مرستو خبر ورکړ.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، ژاوشینګ له خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې د دغه هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د طالبانو د کډوالو وزارت نن په خپل اېکس کې زیاتوي چې په نننۍ لیدنه کې له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په اولویت بندۍ، انتقال او د مرستو د وېش په میکانیزم خبرې کړي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي، د دغو مرستو چارې به د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو او د چین سفارت د یوې ګډې کمېټې له خوا پر مخ ولاړې شي.
د چین سفیر د جنورۍ پر ۱۴ هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د ۱۴ میلیون ډالره بشري مرستې خبر ور کړ.