• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هېدربار: افغان ښځې او نجونې د هغې ورځې وړې دي، چې په محکمه کې د طالبانو پر وړاندې حاضرې شي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانکې مرستیاله هېدربار وایي، افغان ښځې او نجونې د هغه څه مستحقې دي چې د طالبانو پر وړاندې په محکمه کې حاضرې شي او د جرمونو له نړۍوالې محکمې څخه خپل تروړل شوي حقونه وغواړي.

د بشري حقونو څار سازمان په خپله پاڼه د هېدربار د څرګندونو په خپرولو سره د هغې له قوله لیکلي، چې د نړۍوالو پام په دې وروستیو اونیو کې په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته اوښتی؛ هماغسې چې سویلي افریقا اسراییل په غزه کې د ۱۹۴۸ نسل وژنې له کنوانسیونه په سرغړونې تورن کړ.

هغه وایي، د بشري حقونو دغې قضیې ته یوه ډله په کور دننه او بهر افغان مېرمنې په ډېرې لېوالتیا سره ګوري.

هغې زیاته کړې:« طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې وحشیانه بندیزونه وضع کړي، چې د دوی ټول حقه حقونه یې هغه که د زده‌کړو، کار کولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاس‌رسي او په عامه ځای کې د ګډون په برخو کې دي ترې تروړل شوي دي.»

هغه وایي:« دغه سرغړونې لاهم دوام لري او د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه ده، کوم چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې تصویب کړی.»

اغلې هېدربار زیاته کړې، چې د نړۍ ډېرو حکومتونو د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو پراخ برید غندلی دی. په داسې حال کې چې د جرمونو نړۍواله محکمه د طالبانو د ظلمونو جرمونه څېړي.

هغه وایي:«د جرمونو نړۍواله محکمه حکومتونو ته وړاندیز کوي، چې د افغان مېرمنو سره خپل پیوستون څرګند کړي؛ ترڅو د طالبانو سرغړونې تر قضایي څارنې لاندې راولي.»

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۳

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۴

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده