د پاکستان ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو لپاره به د رای ورکولو څه د پاسه ۹۰ زره مرکزونه فعال وي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون وايي، په دغه هېواد کې به د راتلونکو ټاکنو له پاره ۹۰ زره ۶۷۵ مرکزونه د رای ورکولو لپاره فعال شي.
له دغه کمېسیونه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دغو مرکزونو کې به ۹ سوه او ۷۰ زره کسان په بېلابېلو برخو کې د دغه ټاکنیز بهیر چارې پر مخ وړي.

دغه کمېسیون دا رنګه ویلي، چې د رای ورکولو د مرکزونو په ډله کې سم نیمایي یې ډېر حساس او مهم دي؛ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
په پام کې ده چې د پاکستان راتلونکې ټاکنې د فبرورۍ په اتمه نېټه تر سره شي، چې دا مهال دغو ټاکنو ته ولاړ نوماندان د پاکستان په بېلابېلو صوبو او ښارونو کې په ټاکنیزو منډو ترړو بوخت دي.
له دې سره هم مهاله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ګامونه اخیستل شوي او حکومت ویلي، چې د دغو ټاکنو د ترسره کولو له پاره یې د امنیتي ځواکونو لیکو ته نوي کسان هم ګومارلي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ