پاکستاني رسنۍ:د پاکستان پر اډياله زندان د برید له ګواښ وروسته، هلته امنیتي تدابیر زیات شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۱

پاکستاني رسنیو خبر خپور کړی چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې د دغه هیواد تر نورو مهم زندان (اډیاله) چارواکو ته د ټیلیفون له لارې پر دغه زندان د برید ګواښ شوی.

رسنیو د دغه زندان د مسوولو چارواکو له قوله ویلي چې د دغه زندان په رسمي شمېره ورته یوې نامعلومې ډلې د برید ګواښ کړی.
پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د (سلواغې ۱۱مه) خبر خپور کړی چې د دغه هيواد په تر ټولو مهم زندان اډیاله باندې د احتمالي برید تر ګواښ وروسته یې امنیتي تدابیر تر پخوا ډیر کړي.
رسنیو د زندان د مسوولانو له قوله ويلي چې تر دغه ټیلیفوني ګواښ وروسته یې د راولپنډۍ پولیسو ته خبر ورکړی او شاوخوا امنیتي کمربندونه یې زیات کړي دي.
د پوليسو يوه لوړپوړي افسر رسنیو ته ویلي چې تر دغه ګواښ وروسته یې د یاد زندان په شاوخوا سیمه کې بیړنی امنیتي حالت اعلان کړی او د ځانګړې امنیتي قطعې ګزمې یې زیاتې کړې دي.
دغه افسر د نویو اتو امنیتي کمربندونو د زیاتېدو خبره هم کړې ده.
وړمه شپه ناوخته وسله والو د بلوچستان بولان په کاچي سیمه کې د مچ په نوم پر زندان او ور څېرمه حکومتي ودانیو د درنو او سپکو وسلو ډله ییز بریدونه کړي وو. ويل کیږي په دغه جګړه کې توغندي هم کارول شوي او جګړه تر ۲۶ ساعتونو پورې غځېدلې وه چې د سر او مال درانه زیانونه یې اړولي دي.
د یادولو ده چې پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، شاه محمود قريشي، شيخ رشيد، فواد چودري او پروېز الهي هم په اډياله زندان کې بنديان دي.
اډیاله زندان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې د پنجاب ایالت په راولپنډۍ کې یو مشهور زندان دی. دغه زندان د راولپنډۍ په اډياله سيمه کې موقعيت لري. د دغه خورا حساس زندان د جوړېدو چارې په ۱۹۸۶ میلادي کال کې بشپړې شوې دي. اډياله زندان د ۱۹۱۹ بنديانو د ساتلو وړتیا لري، خو د اړتيا له مخې نور بنديان هم په کې ساتل کیږي. تر دې وړاندې په دغه زندان کې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف، پخوانی ولسمشر اصف زرداري او مریم نواز هم بنديان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو