• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کانګرس د امریکا له پخوانیو افغان همکارانو د طالبانو «غچ اخیستنه» څیړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه د امریکايي ځواکونو له پخوانیو افغان همکارانو د طالبانو د «غچ اخیستو» په اړه د څېړنو لپاره غونډه کوي. دا غونډه به د جمهوري غوښتونکو، ډیموکراټانو او د هغو پخوانیو امریکایي سرتېرو په حضور جوړه شي چې د دې افغان همکارانو ملاتړ کوي.


د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې دغه غونډه نن ترسره شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو له پخوانیو سیمه ییزو همکارانو د دغې ډلې د غچ اخیستنې د تور په ځواب کې وویل، چې د ټول بښنې فرمان پر خپل ځای دی او هیڅوک د دغې ډلې د ځواکونو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخ نه دي.
د طالبانو ویاند د دې ډلې تر واک لاندې ملي راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې دا مهال په هېواد کې د پخواني حکومت زرګونه سرتېري په ډاډه زړه ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما تیر دوبی په یوه راپور کې وویل، چې طالبانو د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۲۰۰ ډېر غړي وژلي او د دغو وژنو عاملین تر اوسه نه دي نیول شوي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته عمومي بخښنه اعلان کړه او د دغې ډلې چارواکو وویل، چې د پخواني حکومت سرتیري او چارواکي نه تعقیب کیږي.
خو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د پخواني افغان حکومت د سرتېرو او کارکوونکو د وژل کېدو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي