• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان او بشرا بي‌بي د توشه خانې په قضيه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شول

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۰

یوه ورځ وروسته له هغې چې عمران خان او شاه محمود قریشي د دولتي رازونو د افشا په برخه کې د محکمې له‌خوا په لس، لس کاله بند محکوم شول، نن په یوې بلې محکمه کې عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د توشه خانې په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شول.

بشرا بي‌بي د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوې او د راولپنډۍ یوه زندان ته لېږدول شوې ده.

د پاکستان د احتساب محکمې د توشه خانې په مقدمه کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي ته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده.
د غویي په ۲۰مه عمران خان د اسلام اباد په یوې محکمه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی و، چې لومړی اټک زندان کې و او له هغه وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.
‏تحريک انصاف ډلې د محکمې دغه پرېکړه يوه ټوکه او سياسي انتقام بللی.
د دې ډلې وياند ﺭووف حسن ویلي، چې د پاکستان د محکمو تاﺭيخ د ډېرو بدو پېښو او بدو پرېکړو شاهد پاتې شوی دی.
د دغې پرېکړې له مخې چې د پاکستان د احتساب محکمې کړې، بشرا بي‌بي او عمران خان ته د توشه خانې په مقدمه کې د ۱۴ کلونو بند سربېره ۱.۵ مېلیارده جرمانې د ټاکلو تر څنګ هغوی دواړه د ۱۰ کلونو لپاره نه شي کولای په دولتي څوکیو کار وکړي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي