• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:چین دې د افغانستان د رسمیت پېژندنې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر د چین د ولسمشر له‌خوا د طالبانو سفیر د باورلیک د منلو په تړاو وايي، چې لا هم د چین له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په برخه کې د بیجېنګ دریځ روښانه نه دی.

هغه وویل، د رسمي څرګندونو وروسته د چین حکومت به په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.
هغه یو ځلې بیا ټینګار وکړ، چې د چین او طالبانو تر منځ اوسنۍ راشه درشه د طالبانو په پېژندنه کې د امریکا په سیاست کې بدلون نه شي راوستی او دغه ډله باید د خپل رسمیت پېژندلو لپاره ځانګړي ګامونه په تېره بیا د ښځو د وضعیت د ښه کولو په برخه کې پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې پر ورځ د یو عکس په خپرولو سره ویلي و، چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ د طالبانو د سفیر په توګه د اسدالله بلال کریمي باور لیک ومانه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي و، چې په چین کې د ۴۱ هېوادونو د سفیرانو سره د بلال کریمي باور لیک هم شي جین پېنګ ته وړاندې شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغې پرمختیا په اړه د نړۍ د یو ځواکمن هېواد سره د طالبانو د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه شک څرګند کړ.
مېلر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «یوازې دا چې نه غواړم په ځانګړې توګه د [طالبانو د سفیر د باور لیک وړاندې کولو ] په اړه نظر څرګند کړم؛ خو ما د چینایي چارواکو مقالې ولوستې، چې په هغو کې یې ویلي د طالبانو په وړاندې د هغوی په سیاست کې کوم بدلون نه دی راغلی.»
هغه زیاته کړه : «له دې امله چې په دې اړه موږ به د دغه ګام ارزونه وکړو، د چین حکومت له‌خوا باید د توضیحاتو په تمه پاتې شو. »
هغه له چین او نورو هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو په کړو وړو کې د بدلون راوستلو په چاره کې باید له خپل نفوذه کار واخلي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟