• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: حماس د وړاندیز شوي اوربند لپاره د هوکړې متن څېړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

رویټرز راپور ورکړی، چې حماس په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه د وړاندیز شوې هوکړې متن ته بیا کتنه کوي.

دغه خبري اژانس د یوه فلسطيني چارواکي په حواله لیکلي، چې حماس به د اوربند وړاندیز تر هغه وخته لاسلیک نه کړي، چې د اسراییل له خوا د جګړو پای ته رسولو ته ډاډمن شوي نه وي.په وروستیو ورځو کې قطر او مصر حماس ته په غزه کې د جګړې د اوږد مهاله بندولو لپاره لومړنی وړاندیز وړاندې کړ.پر دغه وړاندیز شوي متن تېره اونۍ په پاریس کې د اسراییل او امریکا د استازو په حضور کې هوکړه وشوه.حماس ویلي، چې اوسمهال د متن په مطالعې او د ځواب لپاره د چمتوالي په حال کې دي.دغه فلسطيني چارواكي ویلي، د پاريس د وړانديز شوي تړون متن په لومړي پړاو کې د ٤٠ ورځو لپاره دی، چې جګړه ودروي او حماس به پاتې ملكي يرغمل شوي کسان خوشې كوي.په راتلونکي پړاو کې به د اسراییلي پوځیانو خوشې کول او د وژل شویو یرغمل شویو د جسدونو سپارل شامل وي.دغه فلسطيني چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: «زه تمه لرم چې حماس دا متن رد نکړي، خو امکان لري په بشپړه توګه هم هوکړه ونکړي.»د نوموړي په خبره، ددې احتمال شته چې حماس مثبت ځواب ووایي او خپلې غوښتنې بیا ځلې مطرح کړي.








ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي