کابل مېشتې: د «بې حجابۍ» په تور د نیول کېدو له وېرې له کوره نه شو وتلای

له هغه وروسته چې په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور ښځې او نجونې ونیول شوې؛ په کابل کې یوشمېر ښځې او نجونې له ډېرې وېرې له کوره د باندې نه وځي.