• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر: که طالبان پخواني پوځیان و نه وژني نو لوږه یې وژني

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني افسر د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې طالبان د پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو په لټه کې دي. هغه د دغو پوځیانو اقتصادي وضعیت ته په کتو وایي، که طالبان هغوی و نه وژني او بندیان یې هم نه کړي؛ خو لوږه او وزګارتیا هغوی ګواښي او وژني یې.

کپیټان مایکل سېزمار د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د شاهدۍ ورکولو کمېټې ته وویل، چې په ډېر شمېر کې پخواني پوځیان او د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو له‌خوا وژل شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.

هغه د هغې افسرې مېرمنې یادونه وکړه، چې د مېړه په مخکې یې اعدام شوه، له یو دوولس کلن ماشوم سر په بنجشېر کې پرې شو، د پخواني امنیت دوه غړي په دار وځړول شول، سره له دې چې طالبانو دوی ته د عفوې په نامه سندونه هم ورکړي وو.

د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني افسر وویل، چې پخوانیو افغان افسرانو د امریکايي ځواکونو سره څنګ په څنګ په رښتیني ډول خدمت کړی؛ خو نن په سپین میدان پاتې دي.

هغه وویل، د هغو افغان پوځیانو په اړه یې معلومات راغونډ کړي چې یا وژل شوي او یا هم ځورول شوي دي.

یو شمېر نورو پخوانیو امریکایي پوځیانو هم په دغې غونډه کې د پخوانیو افغان پوځیانو د نیولو او د هغو ګواښونو په اړه شمېرې وړاندې کړې، چې نن سبا هغوی او د هغو کورنۍ ورسره مخامخې دي.

یو بل پخواني امریکايي پوځی د پخواني حکومت د هغو څارنوالانو وضعیت ډېر بد وباله، چې له امریکایي او نورو نړۍوالو ځواکونو سره یې کار کاوه او اوس په خپلو کورونو کې د بندیانو په شان ژوند کوي.

هغه له کانګرس او بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې د دغو کسانو لپاره دې د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې ډېرې او دغه بهیر دې ګړندی کړي.

نوموړي د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د شهادت ورکولو پر مهال وویل، چې د افغانانو سره دغه کړه وړه کېدای شي په راتلونکې کې له امریکا سره د خلکو پر کړو وړو بدې اغېزې پرې باسي.

امي مارټین په دغې غونډه کې یو بل شاهد و چې ځان یې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د نسل استازی باله، هغه د جلسې غړو ته وویل هغه پرېکړه چې دوی په افغانستان کې د خپلو پاتې شویو پخوانیو همکارانو په اړه کوي په راتلونکو نسلونو به هم خپلې بدې اغېزې پرې باسي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

افغانې معترضې مېرمنې: د ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې د ښځو د استازو ګډون اړین دی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د ښځو اعتراضي خوځښتونو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان په اړه په نړۍوالو غونډو کې د ښځو د استازو پر ګډون ټینګار کړی. په لیک کې راغلي، چې د دوحې ناسته کې د طالبانو د باصلاحیته مخالفینو له ګډون پرته به د دې غونډې پایلې "د منلو وړ" نه وي.

د افغان ښځو اعتراضي خوځښتونه چې د ښځو د حقونو د دفاع له څو بنسټونو څخه جوړ دی؛ د چهارشنبې ورځ د ( د سلواغې ۱۱مه ) په دغه لیک کې لیکلي، چې د طالبانو د مخالفینو د استازو له حضور پرته د دوحې غونډه به بشري او د ښځو د حقونو وضعیت لا پسې خراب کړي.

د ښځو اعتراضي خوځښتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د مسالې او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې "مسوولانه چلند" وکړي او د دغه هېواد له ښځو سره خپل باور وساتي.

د دې مکتوب په یوه برخه کې د طالبانو د فرامینو پر بنسټ د ښځو د فزيکي حذف یادونه شوې او ویل شوي: « د شکنجې، جنسي تېري او بې عزتۍ د زیاتوالي، بد چلند، عدلي او قضايي ارګانونو ته د نه لاس رسي له امله د ښځو مرموز قتلونه او ځان وژنې زیاتې شوي، چې د دوی اندېښنې یې راپارولې دي.»

په دغه لیک کې اعتراض کوونکو ښځو افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی دی.

د دوحې غونډه د هغو هېوادونو د استازو په حضور کې چې د افغانستان په اړه ځانګړي استازي لري، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له خوا د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه جوړه شي.

طالب چارواکو تېره اونۍ وویل، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې یو استازی هم بلل شوی دی. بل خوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا ویلي، چې د دې غونډې په اړه د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره سلا نه ده شوې.

ملا یعقوب د ازبکستان د استخباراتو له رییس سره پر ټرانزیټ او سرحدي مسالو غږېدلی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد د ازبکستان هېواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف سره لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې دوی د خپلو سرحدونو د لا محکمېدا هوډ لري.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۳۱مه) پر اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، چې دواړه پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبري کړي دي.

په دې کتنه کې مجاهد د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي ته په اشارې وویل: «موږ په تېر یو کال کې په سرحد کې ډېر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هېواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړو.»

مجاهد ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې طالبان په ټولو برخو او په ځانګړي ډول د انکشافي پروژو د تطبیق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

د دې اعلامیې په پای کې راغلي چې ازبکستاني لوري هم له طالبانو سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

طالبانو په ۵ ولایتونو کې معلولینو ته ویلچير او د ځانمرګو کورنیو ته نغدې مرستې ورکړې دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار، پکتيکا، کاپيسا، پنجشېر او هلمند ولایتونو کې ۵۸۱ معلولينو ته ویلچیر باسيکلونه ورکړل. د دې سره تر څنګ د طالبانو دغه وزارت په کاپيسا ولایت کې د ځانمرګو ۱۸ کورنیو ته نقدي مرسته هم ورکړې.

د طالبانو ولايتي مسولینو نن چهارشنبه په بېلابېلو خبرپاڼو کې ويلي، چې د دې ډلې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولو هېوادوالو سره د ویلچیر مرستې کړي.

د معلوماتو له مخې؛ دې وزارت په ننګرهار کې ۱۵۰، په پکتيکا کې ۱۵۰، په کاپيسا کې ۳۰، په پنجشېر کې ۵۰ او په هلمند ولایت کې ۲۰۱ معلولينو ته د ویلچير مرسته تر سره کړې ده.

دغه ويلچيرونه د «امه» مرستندويه موسسې په مالي مرسته د طالبانو له لوري ورکول شوي.

بل لوري بيا نن چهار شنبه د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستیال ملا عبدالرزاق کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د ځانمرګو بريد کوونکو له کورنيو سره نقدي مرسته کړې.

نوموړي ويلي، چې هری کورنۍ ته يې ۱۵ زره افغانۍ د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د امر او "پېرزوینې" له مخې ورکړې.

افغان له نولس کلنو کم عمرې کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې امریکا ته ماته ورکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ځوانانو د نړۍوال جام کرېکټ سیالیو کې نن د افغانستان تر نولس کلنو کم عمرې کرېکټ لوبډلې امریکا ته د درېیو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د ځوانانو د کرېکټ نړۍوال جام د سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۱مه) تر نولس کلنو کمره عمره افغان لوبډله نن د سویلي افریقا په بېنوني ښار کې له سیالې لوبډلې امریکا سره مخامخ شوه.

په پیل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
امریکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه او افغانستان دغه لوبه د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په وروستي اور کې په خپلې ګټې تمامه کړه.

په لوبه کې رحیم الله زرمتي ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړه هم وټاکل شو.

د ایران د کرمانشاه لوی څارنوال په دغه ولایت کې د افغانانو د استخدام په هکله خبرداری ور کړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د ایران د کرمانشاه څارنوال حمیدرضا کریمي د دغه ولایت دولتي او خصوصي سکټور کار کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د افغانانو استخدام له «قانوني تعقیب» سره مخ دی. دغه ایراني چارواکي ویلي، په دغه ولایت کې ډېری په کار بوخت بې اسناده افغانان «پيژندل شوي او اېستل» شوي دي.

حمیدرضا کریمي وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې په کرمانشاه کې د افغان اتباعو د پېژندنې، نیولو او اېستلو ۱۳ پړاوونه پلي شوي دي.

مهر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې د ښاغلي کریمي له قوله ویلي، چې د بې روزګارۍ د لوي ننګونې له امله له څو کلونو راهیسې کرمانشاه ته د افغانانو پر ورتللو او کار کولو بندیز لګول شوی دی.

ښاغلي کریمي زیاته کړه، چې کرمانشاه کې زیاتره افغانان په کرنه، صنعت او د سیمټو فابریکو کې کار کوي.

هغه وويل اوس په دغه ولايت کې لږ شمېر افغانان ژوند کوي، خو د کرنيزو او ودانيزو چارو د موسم په رارسېدو سره ښايي کرمانشاه ته د افغان کارګرانو تګ بيا ډېر شي.

د ایران چارواکو تر دې مخکې د ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغان مهاجرینو پر ننوتلو بندیز لګولی و.

ایسنا خبري اژانس د روان کال د ليندۍ په ۱۱مه د کرمانشاه ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د مشر حمزه سلیماني له قوله لیکلي، چې په ایران کې «غیر قانوني» افغان کډوال پیژندل شوي او ايستل شوي دي.