وزیرستانیان: په سلګونو دولتي ښوونځي تړلي او ماشومان مو بې زده‌کړو پاتې دي

د شمالي او سوېلي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په سلګونو هغه دولتي ښوونځي چې پخوا به د دوی ماشومانو په کې زده‌کړې کولې، اوس تړل شوي او ماشومان یې بې زده‌کړو پاتې دي. دوی وايي، اقتصادي حالت یې دومره ښه نه دی چې شخصي زده‌کړې پرې وکړي.