امریکا په عراق او سوریه کې پر ایراني اهدافو بریدونه منظور کړل

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

څو امریکايي چارواکو نن سي بي اېس نیوز ته نن ویلي" واشنګټن په عراق او سوریه کې د ایراني پرسونل او تاسیساتو په ګډون پر مختلفو اهدافو د څو ورځو د بریدونو پلان منظور کړی دی.

دا ګام په اردن کې د امریکا پر اډه له برید وروسته دی، چې درې امریکايي سرتېري پکې ووژل او نږدې دېرش ټپیان شول.

امریکايي چارواکي وايي؛ د تېرې شنبې دا برید په عراق کې ایران ملاتړې کتایب حزب الله ډلې کړی او پکې یې ایران جوړې ډرون کارولي دي.

په غزه کې له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل او حماس د جګړې پیلېدو سره دا د امریکايي ځواکونو لومړنۍ مرګ ژوبله وه.

له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د غچ اخیستو لپاره له فشار سره مخ دی او هغه هم ویلي، چې د ځواب پرېکړه یې کړې؛ خو په دې هکله یې خپل پلان ښکاره کړی نه دی.

خو تازه امریکايي چاروکو سي بي اېس ته ویلي، چې د دې پلان شویو بریدونو په کولو کې هوا مهم عامل دی او دوی هڅه کوي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په رڼه هوا کې بریدونه وکړي.

پر اسراییل د حماس د تېر اکتوبر د ۷ له برید او د تل ابیب په ځوابي یرغل پسې منځني ختیځ کې ایران ملاتړو ډلو هم د اسراییل او امریکا پر اهدافو وخت ناوخت بریدونه کړي دي.

په مقابل کې امریکا او اسراییل هم په عراق او سوریه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر مرکزونو بریدونه کړي او یوه برید کې د ایران د سپاه پاسداران څلور قوماندانان هم ووژل شول.

باوري سرچینو روټیرز ته نن ویلي، چې په سوریه کې له دې پېښې وروسته ایران د سپاه پاسدارن ځینې مهم قوماندانان اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ