• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې د سکنرونو د لګولو طرحه تایید شوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۷ GMT+۰

طالبان وايي، د دې ډلې د حکومت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په ۱۲ بندرونو کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د برېښنایي سکنرونو د لګولو طرحه تایید کړه. د طالبانو په واک کې ملي راډیو وايي، دغه طرحه به د اقتصادي کمېسیون له منظورۍ وروسته عملي شي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظريله ملي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په بنادرو او ګمرکونو کې د سکنرونو لګول له فساد سره د مبارزې او د روڼټیا د رامنځته کیدو په برخه کې اغېزناک دي.
ښاغلی نظري وایي، دغه ډله په بشپړه توګه د فساد د مخنیوي، د اقتصادي پراختیا او ټیکاو او د روڼټیا د رامنځته کیدو په برخو کې ستراتیژیک پروګرامونه په پام کې لري.

د بندرونو له لارې د بې کیفیته توکو واردول، ګران بیه توکی د ارځان بیه توکي په نوم تېرول او کمه یا هیڅ مالیه نه ورکول او له ټاکل شوې اندازې د ډېرو محصولات لیږدول هغه ستونزې دي چې تل پرې نیوکې کېږي.
بندرونه د ملي عوایدو لپاره مهمه سرچینه بلل کیږي، او یو شمیر اقتصادي پوهان وایی که د دغو بنادرو او ګمرکونو چارې ښې مدیریت شي د هیواد په اقتصادي وده او خلکو ته د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې ګټور تمامیدلای شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د خپل مشر په امر د باراني اوبو د زېرمې لپاره په ۴۲۲ ولسوالیو کې ډنډونه جوړوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو رئیس وایي، د خپل مشر په امر په ۴۲۲ ولسوالیو کې له داخلي بودجې د اوبو ډنډونه جوړوي. مولوي معاذالله عادل دا خبره پرون د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره د یوه ډنډ د جوړولو د کار پرانیسته کې وکړه.

د هغه په خبره، اول دا ډنډونه د ننګرهار په ګډون لسو هغو ولایتونو کې جوړېږي چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه یې ډېره په کمېدو ده.

طالبان وايي، د دې بندونو جوړلو هدف د باراني اوبو ذخیره کول دي، چې کروندو ته اوبه برابرې او د ځمکینو اوبو د کمښت مخه ورسره ونیول شي.

د باختر اژانس د راپور له مخې د ننګرهار په ټولو ۲۲ ولسوالیو کې هم دا ډنډونه جوړېږي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس وایي، په دې ۲۲ ډنډونو ۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او پیل یې هم د کوټ ولسوالۍ په مترانو کلي کې له ډنډ جوړولو وشو.

عبدالستار محمد وايي، پر دې ډنډ ۳ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي او په یوه میاشت کې به یې چارې بشپړې شي.

طالبانو دوه ورځې مخکې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې هم د یوه ډنډ د جوړولو چارې پیل کړې او ويي، په دغه ولایت کې ټول ۱۹ ډنډونه جوړوي.

د طالبانو دا هڅې په داسې مهال دي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه له لسو ډېرو اغېزمنو هېوادونو بلل کېږي.

په دغه هېواد کې وچکالي او بې وخته ورښت ورځ تر بلې کرونګرو، مالدارو او عادي خلکو ته ژوند سختوي.

طالبان: په هلمند او فراه ولایتونو کې مو د کوکنارو کروندې اړولې دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د هلمند او فراه ولایتونو په یو شمیر ولسوالیو کې د کوکنارو د تازه کرل شویو کروندو د له منځه وړلو خبر ورکوي، چې دوی په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کرکېلې کچه صفر ته راټیټول خپله لاسته راوړنه بولي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې ۱۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د هلمند ولایت په مارجې، باباجي، نادعلي، ګرشک او کجکي ولسوالیو کې په ۱۶۵ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یووړل.

همدارنګه دغه وزارت ویلي چې، د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یې هم پر ۱۵ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي؛ خو طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له فرمانه سرغړونکي څو تنه څو تنه کروندګر یې نیولي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو اته میاشتې وروسته د دغې ډلې مشر ملا هبت الله پر داسې مهال، چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د تاریاکو د ټولولو فصل پیل شوی و، د یوه فرمان له مخې یې په ټول هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو کر - کېله منعه کړه.

خو په دې ورستیو کې لیدل کېږي، چې طالبان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د پروسس فابریکې او د تریاکو کروندې له منځه وړي او په دې توګه د طالبانو هغه ادعا غلطه ثابتېږي، چې دوی یې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کر کیلې صفر ته د راټیټیدو په اړه کوي.

د عبدالصمد په نوم د هلمند یو کرونده‌ګر وايي، له هغه وروسته چې د تریاکو بیې لوړې شوې ډېر کرونده‌ګر هڅه کوي چې د طالبانو په بندیز سربېره کوکنار وکري.

نوموړي افغانستان انترنشنل ـ پښتو ته وویل:« خلکو چې کوم تریاک لرل هغه ټول یې په لوړه بیه وپلورل همدا اوس هره ورځ خلک کوکنار کري او طالبان یې بېرته له منځه وړي، خلک مجبوره دي طالبانو چې د تریاکو د بندېدو اعلان وکړ په دې اړه یې هیڅ فکر نه و کړی، چې خلکو ته باید د دغه کښت بدیل باید څه وي؟»

که څه هم طالبان په افغانستان کې د نشه‌یي توکو او تریاکو د کر کېلې او د قاچاقو کچه ډېره ټیټه ښيي؛ خو څه موده وړاندې ایراني چارواکو د طالبانو دغه اعا رد کړي وه او ویلي یې و، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د صنعتي نشه‌یي توکو ښېښې تولید د پخوا پرتله څو ځلې زیات شوي دي.

تر هغې وړاندې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم ویلي و، چې دوی د افغانستان سره په پوله شاوخوا لس ټنه نشه‌یي توکي نیولي وو.

افغانې معترضې مېرمنې: د ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې د ښځو د استازو ګډون اړین دی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د ښځو اعتراضي خوځښتونو ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان په اړه په نړۍوالو غونډو کې د ښځو د استازو پر ګډون ټینګار کړی. په لیک کې راغلي، چې د دوحې ناسته کې د طالبانو د باصلاحیته مخالفینو له ګډون پرته به د دې غونډې پایلې "د منلو وړ" نه وي.

د افغان ښځو اعتراضي خوځښتونه چې د ښځو د حقونو د دفاع له څو بنسټونو څخه جوړ دی؛ د چهارشنبې ورځ د ( د سلواغې ۱۱مه ) په دغه لیک کې لیکلي، چې د طالبانو د مخالفینو د استازو له حضور پرته د دوحې غونډه به بشري او د ښځو د حقونو وضعیت لا پسې خراب کړي.

د ښځو اعتراضي خوځښتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د مسالې او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې "مسوولانه چلند" وکړي او د دغه هېواد له ښځو سره خپل باور وساتي.

د دې مکتوب په یوه برخه کې د طالبانو د فرامینو پر بنسټ د ښځو د فزيکي حذف یادونه شوې او ویل شوي: « د شکنجې، جنسي تېري او بې عزتۍ د زیاتوالي، بد چلند، عدلي او قضايي ارګانونو ته د نه لاس رسي له امله د ښځو مرموز قتلونه او ځان وژنې زیاتې شوي، چې د دوی اندېښنې یې راپارولې دي.»

په دغه لیک کې اعتراض کوونکو ښځو افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی دی.

د دوحې غونډه د هغو هېوادونو د استازو په حضور کې چې د افغانستان په اړه ځانګړي استازي لري، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له خوا د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه جوړه شي.

طالب چارواکو تېره اونۍ وویل، چې د دوحې غونډې ته د دې ډلې یو استازی هم بلل شوی دی. بل خوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا ویلي، چې د دې غونډې په اړه د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره سلا نه ده شوې.

ملا یعقوب د ازبکستان د استخباراتو له رییس سره پر ټرانزیټ او سرحدي مسالو غږېدلی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد د ازبکستان هېواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف سره لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې دوی د خپلو سرحدونو د لا محکمېدا هوډ لري.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۳۱مه) پر اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، چې دواړه پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبري کړي دي.

په دې کتنه کې مجاهد د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي ته په اشارې وویل: «موږ په تېر یو کال کې په سرحد کې ډېر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هېواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړو.»

مجاهد ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې طالبان په ټولو برخو او په ځانګړي ډول د انکشافي پروژو د تطبیق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

د دې اعلامیې په پای کې راغلي چې ازبکستاني لوري هم له طالبانو سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

طالبانو په ۵ ولایتونو کې معلولینو ته ویلچير او د ځانمرګو کورنیو ته نغدې مرستې ورکړې دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار، پکتيکا، کاپيسا، پنجشېر او هلمند ولایتونو کې ۵۸۱ معلولينو ته ویلچیر باسيکلونه ورکړل. د دې سره تر څنګ د طالبانو دغه وزارت په کاپيسا ولایت کې د ځانمرګو ۱۸ کورنیو ته نقدي مرسته هم ورکړې.

د طالبانو ولايتي مسولینو نن چهارشنبه په بېلابېلو خبرپاڼو کې ويلي، چې د دې ډلې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولو هېوادوالو سره د ویلچیر مرستې کړي.

د معلوماتو له مخې؛ دې وزارت په ننګرهار کې ۱۵۰، په پکتيکا کې ۱۵۰، په کاپيسا کې ۳۰، په پنجشېر کې ۵۰ او په هلمند ولایت کې ۲۰۱ معلولينو ته د ویلچير مرسته تر سره کړې ده.

دغه ويلچيرونه د «امه» مرستندويه موسسې په مالي مرسته د طالبانو له لوري ورکول شوي.

بل لوري بيا نن چهار شنبه د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستیال ملا عبدالرزاق کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د ځانمرګو بريد کوونکو له کورنيو سره نقدي مرسته کړې.

نوموړي ويلي، چې هری کورنۍ ته يې ۱۵ زره افغانۍ د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د امر او "پېرزوینې" له مخې ورکړې.