• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د م.م د امنیت شورا راپور رد کړ

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی، چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شته او د دوی ځینې ډلې په افغانستان کې فعالې شوې، چې دغه څرګندونې ناسمې دي او په کلکه یې ردوو.»

هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو له ادرسه د دوی پر ډلې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي او دغه کړنه یې ناوړه ګټه اخیستنه یاده کړې، چې د هغه په وینا غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول کړنې دوام وکړي.
هغه وایي:« موږ پوهېږو، چې د امنیت شورا ځينې غړي هېوادونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي؛ خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري، باید اجازه ورنکړي چې د دغه نړۍوال بنسټ حیثیت خراب شي.»
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک نه شته او نه هم دوی چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.
هغه څرګنده کړې:« د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي، چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنگ ولاړ وو او د افغانستان له ازادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري.»
هغه وایي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید اجازه ورنه کړي چې راپورونه يې د سياسي او اقتصادي ګټو د اهدافو ښکار شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ راپور خپور کړی و، چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ساتلې او دې ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانېدلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځان په دفاعي حالت کې وساتي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د څو بریدونو ملاتړ شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د ټي‌ټي‌پي یو شمېر قوماندانان او د هغوی کورنۍ له طالبانو منظمې مرستې ترلاسه کوي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي