د ملګرو ملتونو کارپوهان: داعش لا هم د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۳

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه نوي راپور کې ویلي، په افغانستان او افریقا کې د القاعده، داعش او ورسره تړلو ډلو ګواښ لوړ دی او د اروپا په ګډون په ځینو سیمو کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.

دغو کارپوهانو ویلي، چې داعش لا هم د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د ۲۳ مخیز راپور له مخې، طالبان او القاعده لا هم نږدې اړیکې لري او په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو ډېر تمرکز" په سیمه کې امنیتي وضعیت کمزوری کوي.

د دغه راپور له مخې، داعش په سیمه او بهر کې د تحرک وړتیا لري او په افغانستان کې تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له همدې ډلې څخه دی.

د کارپوهانو دغه ډله وايي، داعش تر دې دمه په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د بریدونو په کولو بریالی شوی او د منځنۍ اسیا هېوادونه یې ګواښلي دي.

په همدې حال کې، پلاوي وویل چې په داسې حال کې چې د القاعدې سره تړلې ډلې هیڅ یوه دا توان نه لري چې په بهر کې بریدونه وکړي، خو بیا هم دوی "نړیوال ارمانونه په سر کې" لري.

د راپور له مخې، سره له دې چې داعش په عراق او سوریه کې مات شوی، خو دغه ډله په دغو دوو هېوادونو کې له درېیو تر پنځو زرو پورې وسلوال لري.

د ملګرو ملتونو ځینو غړو دغه پلاوي ته ویلي، چې په عراق او سوریه کې پر داعش جدي فشار د دې امکان زیات کړی، چې دغه ډله خپل مشرتابه افغانستان یا افریقا ته انتقال کړي.

اوس مهال ابو حفص الهاشمي القریشي د داعش مشر دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې راپور کې زیاته کړې، چې په ټوله اروپا کې د تروریستي ګواښونو کچه لوړه شوې ده.

دغو کارپوهانو په فرانسه او بلجیم کې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې وژونکو بریدونو او په څو اروپايي هېوادونو کې غیر وژونکي ترهګریزو پېښو ته اشاره کړې ده.

د دغه پلاوي په راپور کې ویل شوي، چې القاعده هم د خپلو رسنیو د تبلغاتو په ښه کولو سره د خپل پخواني وقار د بیرته راګرځولو او د نویو ځواکونو د استخدام په لټه کې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ