• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي د م.م هغه خبره رد کړې، چې ګواکې دوی ته د افغان طالبانو له لوري پیسې ورکول کېږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو تحریک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړی او هغه یې خندنی بللی دی. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی سره ولسي سوداګر او خلک مرستې کوي او دوی اړ نه دي چې له نورو هېوادونو او ډلو پیسې تر لاسه کړي.

دغې ډلې ویلي، په دغه راپور کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد بې بنسټه دعوې شوې چې ډېرې یې له عیني واقیعتونو څخه زیات واټن لري.

د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې راغلي، چې دوی بهرنۍ اجنډا نه لري او نه له نړۍوالو وسله‌والو ډلو سره اړیکي پالي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د خپل ولس او عالمانو بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري او په خپله خاوره کې د شرعي نظام د ټینګښت او پایښت له پاره مبارزه کوي.
په خبر پاڼه کې د راپور دغه برخه هم غندل شوې، چې ویل شوي ټي‌ټي‌پي د القاعدې له‌خوا فکري او عقیدوي روزنه تر لاسه کوي.

دوی وايي، په تېرو څلوېښتو کالو کې یې د جګړې او مبارزې بهترینه تجربه تر لاسه کړې ده.

د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې د افغان طالبانو له‌خوا د ټي‌ټي‌پي مشر مفتي ابو منصور عاصم (نور ولي محسود) ته هیڅګله پیسې نه دي ورکړل شوي او نه هم دغه ډله د نورو ډلو یا افغان طالبانو پیسو ته اړه ده.

دوی وايي، چې دوی د پاکستان د ولسي خلکو او سوداګرو له مرستې او مالي ملاتړه برخمن دي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې د افغان طالبانو په اړه هم یو لړ څرګندونې شوې وې، چې تېره ورځ د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له‌خوا ردې شوې وې؛ خو له هغې وروسته ټي‌ټي‌پي هم د دوی په اړه راغلې څرګندونې ردې کړی او هغه یې له واقیعتونو لرې او بابېزه ګڼلې دي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي