• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ ته د جاپان پیغام: له چین سره توافق مه کوئ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۹ GMT+۰

جاپان چې په اسیا کې د امریکا تر ټولو نږدې متحد دی هڅه کوي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرامپ ته دا پیغام واستوي، چې له چین سره دې داسې توافق نه کوي چې د بیجینګ د مهارولو لپاره د کلونو ګډې هڅې زیانمنې او د سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

توکیو په دې ورستیو اونیو کې ټرامپ ته له نږدې کسانو سره د تعامل هڅې ګړندۍ کړي، ځکه چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د یوه مخکښ کاندید په توګه د ۷۷ کلن ټرامپ بریا تر ډیره شونې بریښي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخکې، د جاپان دغه هسې له شپږو جاپانې چارواکو سره د مرکو په اساس په داسې حال کې ښکاره کیږي چې د جاپان لومړی وزیر فومیو کیشیدا د اپریل په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په بلنه امریکې ته سفر کوي.

د درېیو چارواکو د معلوماتو له مخې د دغه سفر په پلاوي کې د واکمن ګوند لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي او دوی به امریکا ته د سفر پر مهال له ټرامپ سره د لیدو هڅه وکړي.

د شپږو جاپاني چارواکو د خبرو له مخې چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، د توکیو ستره اندېښنه داده که چیرې ټرامپ بیرته واک ونیسي، هغه به د دوو مخکښو هېوادونو تر منځ اقتصادي یا امنیتي تړون لاسلیکول وغواړي چې دا به د چین سره د مقابلې لپاره د اوو بډایه هېوادونو (جي ۷ډلې) وروستې هڅې زیانمنې کړي.

جاپاني چارواکو ویلي، چې د ټرامپ د پلانونو په اړه مشخص معلومات نه لري، خو د ټرامپ د تېرې ولسمشرۍ دورې کړنو په اړه اندېښنه لري. ټرامپ د خپلې ولسمشرۍ په تیره دورې کې له شي جینپینګ سره د خپلو اړیکو دفاع وکړه او همدا راز د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د اټومي تړون په لټه کې ناکام شو.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت دوو چارواکو ویلي، دوی وېره لري چې ټرامپ به له چین سره د یوې موافقې په تعقیب له ټایوان د امریکا ملاتړ کمزوری کړي.

د ټرامپ یو همکار رویترز ته ویلي، په دې نژدې وختونو کې د ټرامپ او جاپاني چارواکو تر منځ کومه کتنه نه ده شوې. هغه په دې اړه له نورې تبصرې ډډه وکړه.

د چین او تایوان د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي چې دوی به د ټاکنو پایلو ته په پام سره له متحده ایالاتو سره له نږدې کار وکړي.

د جاپان پخوانی لومړی وزیر شینزو ابې لومړنی بهرنی مشر و چې د ۲۰۱۶ کال له بریا وروسته یې له ټرمپ سره وکتل.

100%
د جاپان پخوانی لومړی وزیر شینزو ابې او د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې