د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۲۴ وسلوالو د وژلو خبر ور کړ

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۳

د پاکستان پوځ وايي، په دریو ورځو کې یې بلوچستان کې ۲۴ وسلوال وژلي او مقابل کې د دوی ۴ سرتېري او ۲ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

پوځ نن زیاتوي، ۲۴ وژل شویو کې د مچ او کولپور د حملو ځانمرګي او بریدګر هم شامل دي، ور پسې مرګ ژوبله هم له هغه وروسته چاڼیزو عملیاتو کې وسلوالو ته اوښتې ده.

بلوڅ ازادۍ جبهې تېره دوشنبه دغه برید وکړ چې د سې شنبې تر سهار روان و او ۵۰ پاکستاني سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې تېره چارشنبه وویل، په هغه برید کې یې ۱۱ وسلوال وژلي دي.

پوځ هغه مهال په دغو عملیاتو کې د څلورو پوځیانو او دوو ولسي وګړو د وژل کېدو خبره کړې وه.

د پاکستان د ټاکنو په درشل کې امنیتی ځواکونه په سرحدي سیمو کې د وسلوالو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تیارسي دي.

د ټاکنو کمېسون د مهالوېش له مخې شپږ ورځې وروسته د پاکستان ټاکنې کېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ