• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کانونو وزارت: د بدخشان د سرو زرو د کان تړون له یوه کورني شرکت سره لاس‌لیک شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزارت وايي، د بدخشان د ارغستان د سرو زرو کان یې له داوطلبۍ وروسته د باختر فولاد شرکت ته سپارلی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه تړون له هغې پروسې وروسته نوموړي شرکت ته ورکړل شو، چې د داوطلبۍ لپاره یې څلورو شرکتونو خپل غوښتنلیکونه دغه وزارت ته سپارلي وو.

په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې د دغه کان د پروسس او چاڼولو ټولې چارې به دننه په افغانستان کې ترسره کېږي او د کان کېندنې او استخراج ټول لګښت به د ګټونکي شرکت پر غاړه وي.
له هغه مهاله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي؛ نو د خپلو لګښتونو د پوره کولو له پاره یې د افغانستان طبیعي زېرمو ته زیاته پاملرنه کړې او په خلاص مټ دغه کانونه استخراجېږي او دغه ګران بیه توکي نورو هېوادونو ته استول کېږي.
ګڼ کتونکي وايي، چې دغه کانونه د افغانستان ملي پانګه ده او په کار نه دي چې د لنډ مهاله ګټې له پاره دې په نامسلکي او غیر معیاري توګه دغه کانونه راوسپړل شي.

د دوی په باور تر هغې چې طالبانو کورنی مشروعیت نه وي تر لاسه کړی، دا حق نه لري چې د افغانستان ملي پانګې په نورو بازارونو کې لیلام ته وړاندې کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کېږي او نړۍوال مشروعیت نه لري.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

ټي‌ټي‌پي د م.م هغه خبره رد کړې، چې ګواکې دوی ته د افغان طالبانو له لوري پیسې ورکول کېږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰
ټي‌ټي‌پي د م.م هغه خبره رد کړې، چې ګواکې دوی ته د افغان طالبانو له لوري پیسې ورکول کېږي
100%

د پاکستان د طالبانو تحریک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړی او هغه یې خندنی بللی دی. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی سره ولسي سوداګر او خلک مرستې کوي او دوی اړ نه دي چې له نورو هېوادونو او ډلو پیسې تر لاسه کړي.

دغې ډلې ویلي، په دغه راپور کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد بې بنسټه دعوې شوې چې ډېرې یې له عیني واقیعتونو څخه زیات واټن لري.

د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې راغلي، چې دوی بهرنۍ اجنډا نه لري او نه له نړۍوالو وسله‌والو ډلو سره اړیکي پالي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د خپل ولس او عالمانو بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري او په خپله خاوره کې د شرعي نظام د ټینګښت او پایښت له پاره مبارزه کوي.
په خبر پاڼه کې د راپور دغه برخه هم غندل شوې، چې ویل شوي ټي‌ټي‌پي د القاعدې له‌خوا فکري او عقیدوي روزنه تر لاسه کوي.

دوی وايي، په تېرو څلوېښتو کالو کې یې د جګړې او مبارزې بهترینه تجربه تر لاسه کړې ده.

د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې د افغان طالبانو له‌خوا د ټي‌ټي‌پي مشر مفتي ابو منصور عاصم (نور ولي محسود) ته هیڅګله پیسې نه دي ورکړل شوي او نه هم دغه ډله د نورو ډلو یا افغان طالبانو پیسو ته اړه ده.

دوی وايي، چې دوی د پاکستان د ولسي خلکو او سوداګرو له مرستې او مالي ملاتړه برخمن دي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې د افغان طالبانو په اړه هم یو لړ څرګندونې شوې وې، چې تېره ورځ د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له‌خوا ردې شوې وې؛ خو له هغې وروسته ټي‌ټي‌پي هم د دوی په اړه راغلې څرګندونې ردې کړی او هغه یې له واقیعتونو لرې او بابېزه ګڼلې دي.

غني: د طالبانو له خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کیږي او نړۍوال مشروعیت نه لري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۳۸ GMT+۰
غني: د طالبانو له خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کیږي او نړۍوال مشروعیت نه لري
100%

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د کانونو قراردادونه په پټه ورکول کیږي او دا روښانه نه ده، چې د افغانستان شتمنۍ په څه اصولو پلورل کیږي او عواید یې چیرې ځي.

ښاغلي غني ویلي، چې دا هم معلومه نه چې طالبان دغه کانونه د کومې مودې لپاره په قرارداد ورکوي او عواید یې په کومه برخه کې لګول کیږي.‌

هغه دغه راز ویلي، چې د افغانستان جرمي او شبکه‌ای اقتصاد ډیر سخت د نړۍ سره تړلی او دا چې د ملګرو ملتونو اخري رپوټ ښيي چې د نشه ای توکو دوه ډوله هیرویین او امفتامین صادرات له افغانستان څخه د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته سخت د ودې په حال کې دي.

نوموړي ویلي: "د طالبانو له خوا پر تاریاکو د لګیدلي بندیز پایلې واضح ندي او هیرویین لاهم په قوت کې روان دي. نړۍ سره د اوصولي روابطو برخه پرې شوې، خو دا برخه پیاوړې شوې ده.”

پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، چې دا معلومه نده چې طالبان د افغانستان معادن په کومو شرایطو لیلاموي او دا چې د افغانستان معادن په رڼا ورځ خو په پټه توګه معامله کیږي. هغه زیاته کړې: “دغه قراردادونه نړیوال مشروعیت نه لري او نه یې شي لرلای. دغه معادن هغه سرمایه ده چې د افغانستان ټولو خلکو پورې اړه لري، او په شفافه توګه د قانون له مخې ترې ګټه نه پورته کیږي، دا هر څه د پردې ترشا کیږي.”

هغه دغه راز ویلي، چین د جمهوریت پر مهال د مس عینک او د افغانستان په شمال شرق کې د تیلو د راویستلو د قراردادونو په برخه کې خپلې ژمنې پلي نه کړې.‌ هغه زیاتوي، چې د مس عینک په برخه کې چین د څو سوه میګاواټ برق د راوړلو،‌ د ذغال کانونه ته د ریل د پټلیو جوړولو او د مس صنعتي استعمال لپاره د صنعت جوړولو برخو کې ژمنې کړې وې،‌ خو کله چې د عمل وخت شو، دوی په خپلو ژمنو ونه دریده.

محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان یوازې د ګمرکاتو په عوایدو نشې چلیدلای، د افغانستان اقتصاد باید په اساسي توګه وده وکړي او سکتورونه باید بیل شي او د یو منظم مالي سیسټم اساس کیښودل شي، چې ولس په پښو ودریږي.

هغه وايي: “د افغانستان ولس اوس عصري امکانات غواړي او د دې لپاره چې د ولس غوښتنې پوره شي، باید یو اقتصادي اساس موجود وي. د دولت عواید باید په مشروع توګه ډیر شي او بیرته د ولس په لومړیتوبو ولګول شي.”

نوموړی وايي، د طالبانو په ګمرکونو هم د فساد علایم لیدل کیږي، خو لا په ابتدايي مرحلو کې دي.

ښاغلی غني وايي، چې د طالبانو داخلي عواید د جمهوریت په پرتله نه دي ډیر شوي، خو د خلکو نه په زوره د مالیې د اخیستو کچه ډېره شوې ده او دا په داسې حال کې ده چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی.

هغه وايي،‌ چې د عوایدو ټولول مهم دي، خو باید داسې عواید ټول شي چې د اقتصادي ودې نتیجه وي.

مولوي کبیر: زموږ نظام ټولګډونه دی او پکې "پردیو غلامانو او جاسوسانو" ته ځای نه شته

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۰
مولوي کبیر: زموږ نظام ټولګډونه دی او پکې "پردیو غلامانو او جاسوسانو" ته ځای نه شته
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې نظام ټولګډونه دی او د طالبانو د نظام په اړه د نړۍوالو نیوکې بې ځایه تبلیغات دي. هغه ویلي، په نظام کې یې پردیو غلامانو او جاسوسانو ته ځای نه شته او یوازې "رښتیني افغانان" پکې ځای لري.

دا خبرې مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ پکتیا ته د سفر پر مهال یوې ولسي غونډي ته وکړې.

عبدالکبیر زیاته کړې: "موږ ټولې نړۍ او هېوادونو سره حسنه ډېپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړو. په خپله ټوله خاوره بشپړ واک لرو او په هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې او پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړۍوالو بېځایه تبلیغات دي."

نوموړي زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ راپور خپور کړی و، چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ساتلې او دې ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانېدلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځان په دفاعي حالت کې وساتي.

عبدالکبیر وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره کرنې، اقتصاد، بیارغونې او ابادۍ په برخو کې ډېر کارونه شوي او په یادو برخو کې پلانونه شته، چې لویې پروژې عملي کړي.»

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې؛ په دغه غونډه کې ولسي خلکو د ریاست الوزرا دې پلاوي څخه په پکتیا ولایت کې د سړکونو، بندونو، کرنې، روغتیا، اقتصاد، بیارغونې او پوهنې په برخو کې د پروژو غوښتنه کړې.

طالبان وايي ۱۳ دولتي شرکتونه یې بېرته فعال کړي دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۰
طالبان وايي ۱۳ دولتي شرکتونه یې بېرته فعال کړي دي
100%

د طالبانو د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې له کار لوېدلي ۱۳شرکتونه فعال کړي دي. د ملا برادر په مشرۍ دغه دفتر ویلي، چې له دغو شرکتونو یې یوازې تېرو نهو میاشتو کې نږدې ۹ میلیاره افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی.

دغه دفتر نن په خپل اېکس کې زیاتوي؛ د هلمند بوست پنبه او نباتي غوړي، ارزاق، د افغانستان نفت او ګاز، د بلخ پنبه او نباتي غوړي، د کندوز سپین زر، ملي بس، افغان کارټ، مرکزي سېلو، بلخ سېلو، پلخمري نساجي، کندهار پشمي نساجي، د لاسي صنایعو پراختیا او افغان طیور هغه شرکتونه دي چې دوی فعال کړي دی.

طالبان وايي، چې دا شرکتونه؛ پنبه، غوړي، ټوکر، صابون، کاغذي دسمال، نظامي یونیفورم او بېلا بېل نور کورني توکي تولیدوي او خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو په خبره؛ د دې شرکتونو د تولید او خدماتو له مخې د دوی بودیجې ته د نږدې ۹ میلیارده افغانۍ عواید پر زیاتېدو سربېره شاوخوا ۳۸ زره افغانانو ته مستقیم او لس زره نورو ته غیر مستقیم کار پېدا شوی دی.

طالبانو څلور ورځې مخکې په بغلان کې د شکرې یا قند فابریکې د فعالولو خبر هم ور کړ؛ خو په دې راپور کې یې یادونه نه ده شوې.

چین د خپل ولسمشر له خوا د طالبانو د سفیر باورلیک منل عادي ډيپلوماټیکه چاره بولي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۰
چین د خپل ولسمشر له خوا د طالبانو د سفیر باورلیک منل عادي ډيپلوماټیکه چاره بولي
100%

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه هېواد د ولسمشر له خوا، د طالبانو د سفیر بلال کریمي باورلیک منل دودیزه ډيپلوماټیکه چاره بولي. شي جن پینګ دوه ورځې مخکې د ۴۲ نویو بهرنیو سفیرانو په ډله کې د ښاغلي کریمي باور لیک هم ومانه، چې د امریکا په ګدون مختلفو لورو نیوکې پرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چېن لا هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو په هکله روښان دریځ نه لري او باید روښان یې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د طالبانو حکومت به هغه وخت په رسمیت پېژندل کېږي چې د مختلفو اړخونو اندېښنو ته اغېزناک ځواب ووايي.

خو وانګ وین بین وايي، نړیوالې ټولنې ته هم ښايي چې له طالبانو سره تعامل زیات کړي او په ډې ډول دا ډله وهڅوي چې نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

وانګ وین بین پرون په خبري غونډه کې دا هم وویل، چې افغانستان باید نور له نړیوالې ټولنې ګوښه ونه ساتل شي او طالبانو ته هم په کار دي چې د نړیوالې ټولنې هیلو تهد ځواب ویلو لپاره ګامونه پورته کړي.

د هغه په خبره، پرانیستي او ټولګډونه سیاسي جوړښت، منځلارې او محتاطانه کورنۍ او بهرنۍ پالیسي غوره کول، له مختلفو وسلوالو ډلو سره مبارزه، له نړۍ په تېره ګاونډیانو سره ښه اړیکي او په نړیواله ټولنه کې مدغمېدل هغه څه دي چې د طالبانو حکومت ور سره په رسمیت پېژندل کېدلی شي.

د ځینې نورو هېوادونو په څېر چین هم له طالبانو سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او تېر سپټمبر کې یې نوي سفیر د طالبانو ریس الوزرا ته د باورلیک وړاندې کولو سره لومړنی هېواد شو چې دا ډول ګام اخلي.

په مقابل کې طالبانو هم د تېر نومبر پر ۲۴ خپل پخوانی مرستیال ویاند بلال کریمي دغه هېواد ته د خپل سفیر په توګه ولېږه.