د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې له استازي سره لیدلي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۳

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډ مهاله وزیر جلیل عباس جېلاني د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره لیدلي او د سیمې پر روانو حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه د (سلواغې ۱۲مه) په یوه خپاره شوي پيغام کې چې د اېکس ټولنیزې شبکې له لارې یې خپور کړی ویلي، چې دواړه خواوې په سیمه کې د روانو حالاتو تر څنګ د سولې په ټیګښت او سیمه‌ییز امنیت هم سره غږېدلي دي.
په دغه پیغام کې دا رنګه ویل شوي، چې ښاغلي عباس جېلاني په دغې کتنه کې د دواړو خواوو تر څنګ پر دوامدارې مرستې او همکارۍ ټینګار کړی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې په سیمه کې د روانو حالاتو په کابو کولو کې باید د هغو خواوو لاسنیوی وشي، چې نن سبا په سیمه کې د سولې او ټیکاو په راوستلو کې ښکېلې دي.

نېکلسون تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې پاکستان ته سفرونه کړي او د پاکستاني لوري سره یې د سیمې پر حالاتو او روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ