• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان او مېرمن یې د ناقانونه واده کولو له امله په ۷ کاله بند محکوم شول

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه میرمن بشرا خان د شنبې په ورځ د یوې محکمې لخوا په اوه کاله بند او جریمه محکوم شول. محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د هغوی واده د عدت په وخت او ناقانونه بللی دی.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا کیس د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړی او دعوه یې کړې وه چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا پر ۲۰۱۷ کال طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

دا په روانه اونۍ کې او د پاکستان پنجشنبې ورځې له ټولټاکنو وړاندې د عمران خان پر ضد د محکمې دریمه پریکړه ده. ښاغلی خان په دغو ټولټاکنو کې له ګډون منع شوی دی.‌

۷۱ کلن خان په دې وروستیو ورځو کې د دولتي رازونو د افشا کولو له امله په ۱۰ کاله بند او له خپلې همدې مېرمنې سره د بې قانونه واده او د دولتي سوغاتونو د پلورلو له امله په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.

د عمران خان وکیلان وايي، چې هغه به په ټولو دغو قضیو کې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا لا معلومه نه ده چې دا درې حکمونه به په یو وخت پلي کیږي که نه.

خان د راولپنډۍ ښار کې په زندان کې دی، خو د هغه میرمن به اسلام اباد سره نږدې د دوی په ماڼۍ کې خپله د زندان دوره تیروي.

عمران خان تر دې وړاندې د لسو کلونو لپاره د دولتي دندې له ترسره کولو منع شوی و.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د عراق د لومړي وزير دفتر: د امریکا په هوايي بریدونو کې د ملکيانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰
د عراق د لومړي وزير دفتر: د امریکا په هوايي بریدونو کې د ملکيانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي
100%

د عراق د لومړي وزیر دفتر نن وویل، په دغه هېواد کې د ایران پلوه ملېشو پر اډو د امریکا په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د محمد شياع السوداني دفتر د امريکا دغه بريدونه د عراق له ملي حاکميت سرغړونه بللې او غندلې يې دي.

د وژل شویو کسانو د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د عراق د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې واشنګټن دغه بریدونه له بغداد سره له همغږي پرته کړي او دا ډول ادعاوې یې "دروغ" بللې دي.

د ښاغلي سوداني د دفتر په خبرپانه کې راغلي دي: «په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف شتون د عراق امنیت او ثبات ته د ګواښ او په سېمه ییزو او نړیوالو شخړو کې د عراق د مداخلې د توجیه کولو وسیله ګرځیدلې ده.»

د امریکا پوځ په اردن کې د ایراني ملاتړو ملېشو په بریدونو کې د خپلو دریو سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې تېره شپه په عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک او ایران پلوه ډلو اړوند له ۸۵ پر زیات هدفونو بریدونه وکړل.

دغه بریدونه د امریکا د څو ورځو د بریدونو د لومړي پړاو په توګه اعلان شول او د بي يو اوږد واټن ویشتونکې الوتکې هم پکې شاملې وې، چې له امریکا څخه يې الوتنه کړې وه.

اټکل دی چې په راتلونکو ورځو کې په سوریه او عراق کې پر ځينوهدفونو نور بریدونه هم وشي.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پيل راهيسې، د ايران ملاتړو ملېشو په عراق او سوريه کې د امريکا پر پوځي اډو تر سلو ډېر بريدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی برید په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ډرون بريدو و، چې له سوریې سره پولې ته څېرمه موقعیت لري.

په دغه برید کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او ۴۱ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

امريکا ته د دغو پوځیانو د جسدونو له رسېدو سره هم مهاله امريکا په عراق او سوريه کې پر خاصو هدفونو بريدونه شروع کړه.

د پاکستان دولتي رادیو: ماهرنګ بلوڅ بلوچستان کې نارامۍ او ګډوډۍ ته لمن وهي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۰
د پاکستان دولتي رادیو: ماهرنګ بلوڅ بلوچستان کې نارامۍ او ګډوډۍ ته لمن وهي
100%

د پاکستان دولتي رادیو وايي، بلوڅ فعاله ماهرنګ بلوڅ د ورکو کسانو په سیاست سره د بهرنیو ځواکونو په لارښوونه بلوچستان کې ګډوډۍ ته لمن وهي او د پرمختګ مخه یې نیسي. دا رسنۍ زیاتوي، مېرمن بلوڅ او د هغې په څېر نورو د انساني حقونو فعالانو د بلوچستان په مچ کې ترهګریزې پېښې ونه غندلې.

تېره دوشنبه مچ او کولپور کې وسلوالو پر پوځي مرکزونو برید وکړ چې تر سې شنبې روان و او ان چهارشنبه هم حالت عادي شوی نه و.

د پاکستان پوځ پرون وویل، د هغه برید د ۱۱ وسلوالو په ګډون یې په دغه صوبه کې په دریو ورځو کې ۲۴ وسلوال وژلي او په مقابل کې څلور پوځیان او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د بلوڅ ازادۍ پوځ په نوم وسلوالې ډلې د دې برید مسوولیت منلو سره ویلي و، چې تر پنځوسو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا او نورې بلوڅ بېلتونپالې ډلې له کلونو راهیسې پاکستان له دې صوبې سره په دوه ګوني چلن او د زېرمو په لوټلو تورنوي او په مقابل کې تاوتریخوالی کوي.

پاکستاني چارواکي د بلوڅانو دا ډول تورونه ردوي او په دغه صوبه کې یې د پرمختګ خنډ بولي.

د پاکستان دولتي رادیو د مچ برید په یادولو سره وايي، چې پوځ ته یوه تسلیم شوي وسلوال سرفراز بنګلزي دا برید وغانده، خو ماهره بلوڅ ونه غانده.

د دې دولتي رادیو په راپور کې زیاته شوې: «اوس دا د ماهرنګ بلوڅ او ترهګرو عناصرو کار دی چې له طبیعي زېرمو د ډک او د پرمختګ په لار روان شوي بلوچستان ملاتړ کوي او که د دولت ضد ستراتیژي خپلولو سره د خلکو د پرمختګ خنډ کېږي.»

ماهرنګ بلوڅ د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشره او د انساني حقونو فعاله ده، چې تر ډېره په بلوچستان کې د حکومت له خوا د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوي.

ماهرنګ بلوڅ څه غواړي؟

اسلام اباد کې بلوڅ پرلتوال د خپلو ورکو کسانو موندل غواړي
100%
اسلام اباد کې بلوڅ پرلتوال د خپلو ورکو کسانو موندل غواړي

ماهرنګ بلوڅ د تېر نومبر په ۲۳ د بلوچستان په تربت کې د یو ځوان بالاچ بلوڅ په وژلو پسې اول دغه سیمه کې پرلت وکړ او بیا یې کوټې ته ولېږداوه.

نوموړې خپل دغه پرلت د ډیسمبر پر شلمه تر اسلام اباد پرېس کلب ورساوه.

دوی په بلوچستان کې د سي،ټي،ډي یا ترهګرۍ ضد پولیسو د منحلولو، د ټولو " ورکو کسانو" خوشي کولو او د هغو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کوله، چې اسلام اباد کې پولیسو ونیول.

ماهرنګ بلوڅ د جنورۍ پر ۲۳ له هغه وروسته په اسلام اباد کې د پرلت ختمولو او د غورځنګ د پنځم پړاو پیلولو پرېکړه وکړه چې پرېس کلب ترې پولیسو ته شکایت وکړ.

له همدې پرېکړې وروسته ماهرنګ بلوڅ او ور سره نور فعالان بلوچستان ته ستانه شول او شنونکي په دې باور دي چې د وخت په تېرېدو سره یې ممکن امنیتي ځواکونه په یوه بله پلمه ونیسي.

‏د امریکا د برید په اړه د بغداد رسمي غبرګون: دغه بریدونه د عراق له واکمنۍ څخه سرغړونه ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۶ GMT+۰
‏د امریکا د برید په اړه د بغداد رسمي غبرګون: دغه بریدونه د عراق له واکمنۍ څخه سرغړونه ده
100%

د عراق د وسله‌وال پوځ ویاند یحیی رسول ویلي، دغه بریدونه د بغداد د واکمنۍ د کمزوري کولو او په بغداد کې د سولې او ټیکاو په راوستو کې د دغه هېواد د هڅو شنډولو په مانا دي.

تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندې له‌خوا پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د واشنګټن پر وخت د مازدیګر پر ۴:۰۰ بجو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پورې تړلو ملیشو پر وړاندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د خبر پاڼې په وینا، د امریکا پوځي ځواکونو له ۸۵ ډېرې موخې په نښه کړې وې.

خبرپاڼې کاږلي و، چې په دغو بریدونو کې له ۱۲۵ بېلابېلو بمونو کار اخیستل شوی و.

له بل پلوه د امریکا د ملي دفاع وزیر ویلي، چې دغه بریدونه په اردن کې د امریکایي سرتېرو د وژنې غبرګون پیل دی.

د امریکا مرکزي قوماندې په عراق او سوریه د ایران د ملاتړو ډلو پر مرکزونو بریدونه تایید کړل

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۵ GMT+۰
د امریکا مرکزي قوماندې په عراق او سوریه د ایران د ملاتړو ډلو پر مرکزونو بریدونه تایید کړل
100%

د امریکا د مرکزي قوماندې له خوا پر اکس خواله رسنۍ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د واشنګټن پر وخت د مازدیګر پر ۴:۰۰ بجو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پورې تړلو ملیشو پر وړاندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا پوځي ځواکونو له ۸۵ څخه ډیرې موخې په نښه کړي او په دغو عملیاتو کې د امریکا څخه تللې د اوږد واټن بم غورځونکې په ګډون بیلابیلې الوتکې شاملې وې. اعلامیه کاږي چې په دغو بریدونو کې له ۱۲۵ بیلابیلو بمونو کار اخیستل شوی و.

په اعلامیه کې راغلي،‌ چې په دغو عملیاتو کې د قوماندې او کنټرول عملیاتي مرکزونه، د استخباراتو مرکزونه، د راکټونو، توغنديو او د بې پیلوټه الوتکو زیرمې، د لوژستیک او مهماتو د اکمالاتو مرکزوونه شامل دي چې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو په ترسره کولو کې ترې کار اخیستل کیده.

تر دې وړاندې د العربیه خبريی شبکې د راپور ورکړی و،‌ چې په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړو وسله والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د دغه هیواد په ختیځ کې د ایران په ملاتړ د ملیشو پر اتو مرکزونو بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

د دغې ډلې په وینا، داسې ښکاري چې د سوریې په ختیځ کې دغه بریدونه د امریکايي ځواکونو له خوا شوي دي.

د سوریې په المیادین ښار کې د حیدریه او شبلي سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي. په دغو بریدونو کې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړو ډلو مرکزونه وشتل شوي دي.

د اسکای نیوز عربی څانګې ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې د "فاطمیون" او "زینبیون" ملېشو اډې په دغو بریدونو کې ویشتل شوي دي. د "فاطمیون" او "زینبیون" ملېشو ملاتړ د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا کیږي.

ځینې رسنیو په سوریه کې د ایران د ملاتړو ملیشو پر مرکزونو د هوايي بریدونو خبر ورکړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۰
ځینې رسنیو په سوریه کې د ایران د ملاتړو ملیشو پر مرکزونو د هوايي بریدونو خبر ورکړی
100%

د العربیه خبريی شبکې د راپور له مخې،‌ په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړو وسله والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د دغه هیواد په ختیځ کې د ایران د ملاتړو ملیشو پر اتو مرکزونو بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

د دغې ډلې په وینا، داسې ښکاري چې د سوریې په ختیځ کې دغه بریدونه د امریکايي ځواکونو له خوا شوي دي.

د سوریې په المیادین ښار کې د حیدریه او شبلي سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي. په دغو بریدونو کې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړو ډلو مرکزونه وشتل شوي دي.

د اسکای نیوز عربی څانګې ویلي، چې په دغو بریدونو کې د سوریې په ختیځ کې د "فاطمیون" او "زینبیون" ملېشو مرکزوونه ویشتل شوي دي. د "فاطمیون" او "زینبیون" ملېشو ملاتړ د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا کیږي.

خو د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي پولیټیکو ته ویلي، چې دا بریدونه د امریکا د پوځ کار نه دی.