• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په عراق او سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې نږدې ۴۰ کسان وژل شوي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

په عراق او سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او ورسره تړلو ملېشو پورې اړوندو څه باندې ۸۵ اهدافو باندې د امریکا هوايي بریدونو کې نږدې ۴۰ تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د جمعې په ماښام شوو بریدونو کې، په سوریه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان او په عراق کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ دشنبې په ورځ - د سلواغې په ۱۴مه - ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو د څو جنګي او د امریکا څخه تللې لویو بم غورځونکو الوتکو پر مټ په عراق او سوریه کې په څه باندې ۸۵ موخو بريدونه کړي دي.

دغه بریدونه په اردن کې د ایران پلوه ملیشو د بې پیلوټه الوتکې برید کې د درې امریکايي پوځیانو د ووژل کیدو د غچ اخیستو په موخه ترسره شوي دي.

د عراق د حشدالشعبي ځواکونو، چې د ایران له ملاتړ برخمن دي، اعلان کړی، د امریکا په بریدونو کې د ډاکټرانو او جنګیالیو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د عراق حکومت هم تایید کړی، چې په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ادارې مشر ، چې په دغه هېواد کې د جګړې په اړه راپور ورکوي، ویلي چې په سوریه کې په دغو بریونو کې ۲۳ کسان، وژل شوي دي. دغو کسانو د برید لاندې راغلو مرکزونو ساتنه کوله.

د عراق د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکايي الوتکو په بمباریو کې هغه مرکزونه هم په نښه شوي، چې عراقي امنیتي ځواکونه پکې میشت دي.

په دغو بریدونو کې شاوخوا ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې امریکا له برید مخکې عراق ته په دې اړه خبر ورکړی و.

خو بغداد بيا امریکا په دروغ ويلو تورنه کړې او ویلې یې دي، چې له عراقي چارواکو سره د امریکا د همغږۍ ادعاوې «بې اساسه» دي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډاګلاس سیمز دغه بریدونه یو بریالیتوب بللی او ویلي یې دي، چې یاد بریدونه په دغو مرکزونو کې د تلفاتو د رامنځ ته کیدو د شونتیا په پامې کې نیولو سره ترسره شوي دي.

د امریکا د هوايي بریدونو په اړه غبرګونونه

له دغو بریدونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه د امریکا یوه بله «ستره او ستراتیژیکه تېروتنه» بللې.

ناصر کنعاني ویلي، چې د امریکا دغه بریدونه به یوازې د تاو تریخوالي او بې ثباتۍ لامل شي.

له دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي ویلي وو، چې ایران به جګړه پیل نه کړي؛ خو هر زورور ته به سخت ځواب ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن له بریدونو وروسته ویلي، چې جوبایډن به د ایران د سپاه پاسداران او هغه پورې تړلو ډلو پر وړاندې نور اقدامات وکړي

آسټین وویل: «دا زموږ د غبرګون پیل دی.»

حماس، چې په غزه کې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن «په اور تېل اچوي.»

بریټانیا، متحده ایالات یو «کلک» ملګری بللی او ویلي یې دي، چې د بریدونو په ځواب کې د واشنګټن ملاتړ کوي.

د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییلو له برید وروسته په عراق، سوریه او اردن کې پر امریکايي ځواکونو څه باندې ۱۶۰ بریدونه شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د امریکا د ارزونې له مخې هغه بې پیلوټه الوتکه، چې په اردن کې یې درې امریکايي پوځیان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي، د ایران له خوا جوړه شوې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ایران: په عراق او سوریه کې د امریکا بریدونه د دغو هیوادونو له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عراق او سوریه کې د امریکا هوايي بریدونه د دغو هیوادونو د « ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف» کار بللی.

دغه وزارت، د جمعې په ماښام د امریکا له خوا د ایران پلوه ملیشو پر مرکزونو بریدونه «یوه بله ستره او ستراتیژیکه تېروتنه» بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ناصر کنعاني، په سوریه او عراق کې د سپاه پاسداران پر قدس ځواک او ایران پلوه ملیشو د امریکا هوايي بریدونو په اړه ویلي، چې دا بریدونه به «یوازې په سیمه کې د کړکېچ او بې ثباتۍ لامل شي.»

د امریکا پوځ په اردن کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو په بریدونو کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې د جمعې په ماښام په عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک او ایران پلوه ملیشو اړوندو مرکزونو بریدونه وکړل.

دغه بریدونه په منځني ختیځ کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د تاوتریخوالو د پراخیدو ښکارندوي کوي.

ښاغلي کنعاني د امریکا د بریدونو په اړه د ایران غبرګون ته له اشارې پرته ویلي، چې امریکا دغه بریدونه په غزه کې د «صهیونیسټي رژیم د جنایتونو» د پټولو لپاره کړي دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې په سیمه کې د امریکا د «غیر قانوني او یو اړخیزو» بریدونو مخه ونیسي.

د جمعې په ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي ویلي و، چې تهران د جګړې پیل نه غواړي؛ خو زورورو ته به «سخت ځواب» ورکړي.

عمران خان او مېرمن یې د ناقانونه واده کولو له امله په ۷ کاله بند محکوم شول

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه میرمن بشرا خان د شنبې په ورځ د یوې محکمې لخوا په اوه کاله بند او جریمه محکوم شول. محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د هغوی واده د عدت په وخت او ناقانونه بللی دی.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا کیس د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړی او دعوه یې کړې وه چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا پر ۲۰۱۷ کال طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

دا په روانه اونۍ کې او د پاکستان پنجشنبې ورځې له ټولټاکنو وړاندې د عمران خان پر ضد د محکمې دریمه پریکړه ده. ښاغلی خان په دغو ټولټاکنو کې له ګډون منع شوی دی.‌

۷۱ کلن خان په دې وروستیو ورځو کې د دولتي رازونو د افشا کولو له امله په ۱۰ کاله بند او له خپلې همدې مېرمنې سره د بې قانونه واده او د دولتي سوغاتونو د پلورلو له امله په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.

د عمران خان وکیلان وايي، چې هغه به په ټولو دغو قضیو کې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا لا معلومه نه ده چې دا درې حکمونه به په یو وخت پلي کیږي که نه.

خان د راولپنډۍ ښار کې په زندان کې دی، خو د هغه میرمن به اسلام اباد سره نږدې د دوی په ماڼۍ کې خپله د زندان دوره تیروي.

عمران خان تر دې وړاندې د لسو کلونو لپاره د دولتي دندې له ترسره کولو منع شوی و.

د عراق د لومړي وزير دفتر: د امریکا په هوايي بریدونو کې د ملکيانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د عراق د لومړي وزیر دفتر نن وویل، په دغه هېواد کې د ایران پلوه ملېشو پر اډو د امریکا په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د محمد شياع السوداني دفتر د امريکا دغه بريدونه د عراق له ملي حاکميت سرغړونه بللې او غندلې يې دي.

د وژل شویو کسانو د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د عراق د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې واشنګټن دغه بریدونه له بغداد سره له همغږي پرته کړي او دا ډول ادعاوې یې "دروغ" بللې دي.

د ښاغلي سوداني د دفتر په خبرپانه کې راغلي دي: «په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف شتون د عراق امنیت او ثبات ته د ګواښ او په سېمه ییزو او نړیوالو شخړو کې د عراق د مداخلې د توجیه کولو وسیله ګرځیدلې ده.»

د امریکا پوځ په اردن کې د ایراني ملاتړو ملېشو په بریدونو کې د خپلو دریو سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې تېره شپه په عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک او ایران پلوه ډلو اړوند له ۸۵ پر زیات هدفونو بریدونه وکړل.

دغه بریدونه د امریکا د څو ورځو د بریدونو د لومړي پړاو په توګه اعلان شول او د بي يو اوږد واټن ویشتونکې الوتکې هم پکې شاملې وې، چې له امریکا څخه يې الوتنه کړې وه.

اټکل دی چې په راتلونکو ورځو کې په سوریه او عراق کې پر ځينوهدفونو نور بریدونه هم وشي.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پيل راهيسې، د ايران ملاتړو ملېشو په عراق او سوريه کې د امريکا پر پوځي اډو تر سلو ډېر بريدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی برید په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ډرون بريدو و، چې له سوریې سره پولې ته څېرمه موقعیت لري.

په دغه برید کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او ۴۱ نور سرتېري ټپیان شوي دي.

امريکا ته د دغو پوځیانو د جسدونو له رسېدو سره هم مهاله امريکا په عراق او سوريه کې پر خاصو هدفونو بريدونه شروع کړه.

‏د امریکا د برید په اړه د بغداد رسمي غبرګون: دغه بریدونه د عراق له واکمنۍ څخه سرغړونه ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د عراق د وسله‌وال پوځ ویاند یحیی رسول ویلي، دغه بریدونه د بغداد د واکمنۍ د کمزوري کولو او په بغداد کې د سولې او ټیکاو په راوستو کې د دغه هېواد د هڅو شنډولو په مانا دي.

تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندې له‌خوا پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د واشنګټن پر وخت د مازدیګر پر ۴:۰۰ بجو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پورې تړلو ملیشو پر وړاندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د خبر پاڼې په وینا، د امریکا پوځي ځواکونو له ۸۵ ډېرې موخې په نښه کړې وې.

خبرپاڼې کاږلي و، چې په دغو بریدونو کې له ۱۲۵ بېلابېلو بمونو کار اخیستل شوی و.

له بل پلوه د امریکا د ملي دفاع وزیر ویلي، چې دغه بریدونه په اردن کې د امریکایي سرتېرو د وژنې غبرګون پیل دی.

د امریکا مرکزي قوماندې په عراق او سوریه د ایران د ملاتړو ډلو پر مرکزونو بریدونه تایید کړل

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د امریکا د مرکزي قوماندې له خوا پر اکس خواله رسنۍ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د واشنګټن پر وخت د مازدیګر پر ۴:۰۰ بجو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران پورې تړلو ملیشو پر وړاندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا پوځي ځواکونو له ۸۵ څخه ډیرې موخې په نښه کړي او په دغو عملیاتو کې د امریکا څخه تللې د اوږد واټن بم غورځونکې په ګډون بیلابیلې الوتکې شاملې وې. اعلامیه کاږي چې په دغو بریدونو کې له ۱۲۵ بیلابیلو بمونو کار اخیستل شوی و.

په اعلامیه کې راغلي،‌ چې په دغو عملیاتو کې د قوماندې او کنټرول عملیاتي مرکزونه، د استخباراتو مرکزونه، د راکټونو، توغنديو او د بې پیلوټه الوتکو زیرمې، د لوژستیک او مهماتو د اکمالاتو مرکزوونه شامل دي چې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو په ترسره کولو کې ترې کار اخیستل کیده.

تر دې وړاندې د العربیه خبريی شبکې د راپور ورکړی و،‌ چې په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړو وسله والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د دغه هیواد په ختیځ کې د ایران په ملاتړ د ملیشو پر اتو مرکزونو بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

د دغې ډلې په وینا، داسې ښکاري چې د سوریې په ختیځ کې دغه بریدونه د امریکايي ځواکونو له خوا شوي دي.

د سوریې په المیادین ښار کې د حیدریه او شبلي سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي. په دغو بریدونو کې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړو ډلو مرکزونه وشتل شوي دي.

د اسکای نیوز عربی څانګې ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې د "فاطمیون" او "زینبیون" ملېشو اډې په دغو بریدونو کې ویشتل شوي دي. د "فاطمیون" او "زینبیون" ملېشو ملاتړ د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا کیږي.