• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، ملګرو ملتونو ورته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې رزا اوتونبایوا طالبانوته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

عبدالقهار بلخي وايي، چې مېرمن اوتونبایوا د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا پر اکس خواله رسنۍ خپره شوې راغلي، چې مېرمن اوتونبایوا او امیرخان متقی د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو، د دوحې د راتلونکې غونډې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي، سینیرلي اوغلو، د راپور په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، امیر خان متقي له مېرمن اوتنبایوا غوښتي چې په دوحه کې د راتلونکې غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه ډېر معلومان ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ویلي، چې د همدغو څرګندونو پر بنسټ به دا ډله دوحې ته د خپل پلاوي د سفر په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان په اړه د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له "خپلواکې ارزونې او سپارښتنو" وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جدي په اتمه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ښاغلي سینیرلي اوغلو په راپور کې په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د "بشپړ ادغام" لپاره د یوې "لارې" جوړول او د وړاندیزونو د تطبیق لپاره د څارنې د میکانیزم د جوړولو طرحه وړاندې شوې ده.

دغه پریکړه لیک د امنیت شورا غړي او نور سیمه ییز او نړۍوال اړخونه د سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو پلي کولو ته وهڅول او په ورته وخت کې یې د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه.

خو له دغه پرېکړه لیک وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل "غیر ضروري" بللې او ویلي یې دي، چې د دغه پرېکړه لیک په تصویب کې له طالبانو سره مشوره نه ده شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه د دې ډلې دریځ اعلان کړی او د امنیت شورا او طالبانو ترمنځ یې د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې.

ډېر لیدل شوي

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح
۱

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۲

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۳

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۴

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

۵

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده