• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال سټریټ ژورنال: د سپاه پاسداران او حزب الله لوړ رتبه غړي د یمن له ساحلي سیمو څخه وتلي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۰

وروسته له هغې چې امریکا په عراق او سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او ورسره د تړلو ملېشو اړوند اهداف په نښه کړل؛ وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د یمن له ساحلي سیمو څخه د سپاه پاسداران او حزب الله ۵۰ غړي وتلي دي.

په راپور کې راغلي، د ایران د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله ډلې دغه پنځوس غړي د یمن له ساحلي سیمو څخه صنعا ته لېږدول شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ دغو کسانو د یمن په ساحلي سیمو کې د حوثي یاغیانو په بېړیو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په حملو کې مرسته کوله.

وړمه ورځ په عراق او سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او ورسره تړلو ملېشو پورې اړوندو څه باندې ۸۵ اهدافو باندې د امریکا هوايي بریدونو کې نږدې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د جمعې په ماښام شویو بریدونو کې په سوریه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان او په عراق کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو د څو جنګي او د امریکا څخه تللو لویو بم غورځونکو الوتکو پر مټ په عراق او سوریه کې په څه باندې ۸۵ موخو بريدونه کړي دي.

دغه بریدونه په اردن کې د ایران پلوه ملېشو د بې پیلوټه الوتکې برید کې د درې امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د غچ اخیستو په موخه ترسره شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي