په یمن کې د حوثيانو ویاند اعلان وکړ چې امریکا او برېتانیې په تېرو څو ساعتونو کې د صنعا، حدیده، تعز، بیضا، حجه او صعده په ګډون د یمن په څو ښارونو ۴۷ هوايي بریدونه کړي دي.
یحیی سریع ټینګار کړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شی.
امریکا او برېتانیې یو ځل بیا په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د یکشنبې په ورځ (د سلواغلې ۱۵مه) بریدونه وکړل.
د یوې ګډې خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د اسټرالیا، بحرین، ډنمارک، کاناډا، هالنډ او نیوزلنډ هېوادونو هم ملاتړ درلود.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بریدونه په ۱۳ ځایونو کې د حوثيانو پر ۳۶ هدفونو ترسره شوی دی.
دا په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا او برېتانیا دریم ځل ګډ بریدونه دي.
دا بریدونه د یمن د حوثيانو لخوا په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر کښتیو د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
امریکا او ملګري یې هیله لري چې په خپلو بریدونو سره د حوثیانو مخه ونیسي، خو دغې ډلې په وار وار ټینګار کړی چې په سور سمندرګي کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.