• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سریلانکا د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

افغان ملي لوبډله د سریلانکا له لوبډلې اوس د ۲۴۱ منډو پوروړې ده، لومړی به افغان لوبډله یادې منډې پوره کوي او وروسته به سریلانکا لوبډلې ته هدف ټاکي.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبدلو ترمنځ یواځنۍ ټیسټ سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوه، د سیالۍ لومړۍ ورځ د افغان لوبډلې لپاره ښه نه وه او ټوله لوبډله د ۱۹۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) د سریلانکا لوبډلې د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب د سیالۍ د دریمې ورځې په پیل کې د ۴۳۹ منډو په جوړېدو ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د افغانستان له لوري چټک توپ اچونکي نوید ځدراڼ څلور، قیس احمد او نجات مسعود دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دمګړۍ افغان لوبډله ۲۴۱ منډې له سریلانکا لوبډلې څخه پوروړې ده. افغان لوبډله به د نن ورځې تر پایه لومړی د سریلانکا لوبډلې د ۲۴۱ منډو قرض پوره کوي او له هغې وروسته اضافه منډې به د سریلانکا لپاره هدف ټاکل کیږي.

له دغې ټیسټ سیالۍ وروسته به د سریلانکا په کوربه توب افغان لوبډله له سریلانکا سره درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سريلانکا د ټېسټ لوبې په دویمه ورځ د افغان لوبډلې تر هدف ۲۱۲ زياتې منډې جوړې کړې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۰

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د کرېکټ د ټېسټ لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده او سريلانکا ټولې ۴۱۰ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې په لومړۍ ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ مندې جوړې کړې وې، مقابل کې يې سرېلانکا ۸۰ منډې وکړې.

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ نن شنبه د ټېسټ لوبې په دوهمه ورځ سريلانکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۱۰ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې تر ټاکلي هدف یې ۲۱۲ زياتې منډې وکړې.

د نن په لوبه کې افغان لوبغاړو نويد ځدران او قیس احمد د سريلانکا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په لومړۍ ورځ ۱۹۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

په ځواب کې سریلانکا په لومړۍ ورځ په ۱۴ اورونو کې پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې اوټ شي ۸۰ منډې او په دویمه ورځ یې بیا ټولي ۴۱۰ مندې جوړي کړې.

سبا یکشنبه به افغان لوبډله لومړۍ دغه هدف پوره کوي او بيا به سيالي لوبډلې ته نوی هدف ټاکي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبه د سریلانکا په کوربه‌ توب د دغه هېواد په کولمبو ښار کې شروع دي.

۲۰۲۳ اسیا جام؛ سویلي کوریا نیمه پای لوبې ته ورسیده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د اسټرالیا او سویلي کوریا د فوټبال ملي لوبډلو د جمعې په ماښام د قطر په الجنوب لوبغالي کې د ۲۰۲۳ اسیایي جام د لوبو په لړ کې سره مخامخ شول او سویلي کوریا دغه لوبه وګټله.‌

په دې لوبه کې سویلي کوریا له ټیم څخه سون هیونګ مین شه وځلیده. دغه هیواد لوبه ۱-۲ وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه. د سویلي کوریا لوبډله به په راتلونکې لوبه کې له اردن سره مخامخ شي.

په دې لوبه کې د اسټرالیا د ملي لوبډلي لوبغاړي ګاریت ګوډون لومړی ګول ووهه او د لوبې لومړۍ نیمايي‌ وګټله. خو د سویلي کوریا لوبډلي بیا د لوبې په دوهمه نیمايي کې د یوې پینالټي په وهلو سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

لوبه اضافي وخت ته لاړه د سویلي کوریا د ملي لوبډلې لوبغاړي، سون هیونګ مین په ۱۰۴مه دقیقه د یو ګول په وهلو سره، لوبه وګټله او لوبډلې یې نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د کرېکټ اسیايي شورا افغانستان ته «د بشپړ غړي په اندازه بودیجه» منظوره کړه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۴ GMT+۰

افغان کرېکټ بورډ وايي؛ د کرېکټ اسیايي شورا کلنۍ ناسته کې پرون افغانستان ته د نورو څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په اندازه بودیجه منظوره شوه. دا اداره زیاتوي؛ له دې وروسته به افغان کرېکټ بورډ ته هم د هند، بنګلدېش، پاکستان او سرېلانکا د بورډونو په اندازه بودیجه ورکول کېږي. .

د افغان کرېکټ بورډ مشرتابه تېر کال په بحرین کې د کرېکټ اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې د دې بودیجې غوښتنه کړې وه.

د کرېکټ اسیايي شورا پرونۍ ناسته په انډونیزیا کې وشوه او بیا پکې د هند د کرېکټ عمومي سکرتر جی شا د دغې شورا مشر وټاکل شو.

په دې ناسته کې د افغان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف او ادارې اجراییوي رییس نصیب خان ګډون کړی و.

افغان کرېکټ بورډ وايي؛ پرونۍ ناسته کې پر تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې هم وشوې او ټولو ګډونوالو په اسیا کې د کرېکټ پر لا ډېره پرمختیا ټینګار وکړ.

افغان له نولس کلنو کم عمرې کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې امریکا ته ماته ورکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ځوانانو د نړۍوال جام کرېکټ سیالیو کې نن د افغانستان تر نولس کلنو کم عمرې کرېکټ لوبډلې امریکا ته د درېیو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د ځوانانو د کرېکټ نړۍوال جام د سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۱مه) تر نولس کلنو کمره عمره افغان لوبډله نن د سویلي افریقا په بېنوني ښار کې له سیالې لوبډلې امریکا سره مخامخ شوه.

په پیل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
امریکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه او افغانستان دغه لوبه د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په وروستي اور کې په خپلې ګټې تمامه کړه.

په لوبه کې رحیم الله زرمتي ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړه هم وټاکل شو.

کرېکټ بورډ: افغان ملي لوبډله د ټېسټ سیالۍ تر سره کولو په موخه سریلانکا ته ورسېده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

کرېکټ بورډوايي، افغانستان په روان ۲۰۲۴ کال کې د ټېسټ اووه سیالۍ ترسره کوي. دغه هیواد په ټېسټ سیالیو کې د مقام له ترلاسه کولو وروسته اووه لوبې ترسره کړې خو سږکال به د نورو کلونو پرتله ډیرې سیالۍ وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې، افغان لوبډله د چهار شنبې په ورځ د (سلواغې۱۱مه) له سریلانکا سره د یواځنۍ ټېسټ سیالۍ ترسره کولو په موخه کولمبو ښار ته ورسېده.

دغه سیالۍ د فبرورۍ په دویمه نېټه د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ښار په سنهالیز کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره ورځ د دغې ټېسټ سیالۍ لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

بل خوا د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم شاه سادات وايي، افغانستان په روان ۲۰۲۴ کال کې اووه ټېسټ سیالۍ ترسره کوي.

نوموړی وايي، افغانستان په ټېسټ سیالیو کې د مقام ترلاسه کولو وروسته تردې مهاله اووه سیالۍ ترسره کړې دي.

د ښاغلي سادات په خبره کرېکټ بورډ د ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو تر څنګ ټېسټ سیالیو ته ځانګړې پاملرنه کړې.

نسیم سادات وايي، د کال په اوږدو کې به افغان لوبډله له سریلانکا وروسته شپږ نورې ټېسټ سیالۍ د ایرلینډ، بنګله دیش، نیوزلینډ او زیمبابوې سره وکړي.

دا ټېسټ سیالۍ په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې مهاله افغان لوبډلې په ټېسټ سیالیو کې د پام وړ کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې.