طالبانو ويلي، د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې هغه واورین پړانګ نیولی، چې په څارویو یې برید کړی او ۳۰ پسونه او وزې یې «له منځه وړي» وړي وو.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې دغه پړانګ به د وترنرانو له خوا تر درملنې وروسته « د طبیعت غېږ ته» خوشی شي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن په خپل اېکس کې ويلي، چې دغه پړانګ « په خوندي ځای کې ساتل کیږي» او د نیولو پر مهال ټپي شوی چې وترنران یې درملنه کوي.
دغه وزارت په اېکس پاڼه کې د یوه ټپي پړانګ انځور هم خپور کړی دی.
د بدخشان په واخان غرونو کې کم شمېر واورين پړانګان ژوند کوي.
د افغانستان مخکني حکومت د دغه حیوان د ورکېدو د مخنیوي په خاطر د دې ژوو پر ښکار بندیز لګولی و.