د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې ریاض ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته رسېدلی دی.

د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کول او له جګړې وروسته د غزې د ادارې په اړه بحث د دغه سفر له مهمو موضوعات دي.

تمه کېږي، چې بلېنکن به د مصر، قطر او اسراییل څخه هم لیدنه وکړي.

په دې سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ماموریت یوه برخه له حماس سره د قطري او مصري منځګړو ترمنځ د خبرو ګړندۍ کول دي، چې د حماس د یرغمل شویو برخلیک په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

ټاکل شوې، چې بلېنکن به په ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود سره وګوري.

منځني ختيځ ته د ښاغلي بلېنکن سفر په داسې حال کې کېږي، چې د پخوانيو امریکايي ډېپلوماټانو په وینا منځنی ختیځ په تېرو څو لسیزو کې په خورا خطرناک حالت کې دی.

په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د ایراني ملاتړو ډلو له بریدونو او همدارنګه په یمن کې د حوثيانو له خوا په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو په دوام د غزې جګړې لمن پراخه کړې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ