په بېجینګ کې د طالبانو سفارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) نېټه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغه هېواد کې یې د پاسپورټ وېشلو بهیر پیل کړی دی.
سره له دې چې چین هم د نورو هېوادونو په شان طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو په بېجینګ کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.
اسدالله بلال کریمي چې په چین کې د طالبانو استازی دی، تېره اونۍ یې د دغه هېواد له ولسمشر شي جین پینګ ته خپل باور لیک وسپاره.
طالبانو د چین د ولسمشر دا اقدام د دې ډلې د سفیر د باورلیک منلو ته د طالبانو د حکومت "یو ډول په رسمیت پېژندل" ګڼلی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د یوه جامع حکومت په جوړولو او په افغانستان کې د تروریزم پر ضد پریکنده مبارزې پورې اړه لري.