• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د حسیني مزاري د وینا له امله د هغه د نیولو امر کړی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو پولیسو د تبیان کلتوري مرکز د مشر او ایران ته نږدې شخص سید عیسی حسیني مزاري د نیولو امر وکړ. دغه امر د خلکو له هغه شکایتونو وروسته وشو، چې حسيني د کابل په لوېديځ کې د سلګونو «فاحشه خانو» او «کليساګانو» د شتون په اړه ويلي وو.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو څانګې له عیسی حسیني مزاري څخه غوښتي، چې د سې شنبې په ورځ (۱۷سلواغې ۱۴۰۲) د سهار تر ۹ بجو دې د دغې ډلې شپږمې امنیتي حوزې ته حاضر شي، که نه نو «د شکایت حق نه لري.»

د هغه پر وړاندې د کابل د لوېديځ د خلکو په شکايت کې راغلي دي: « سید عيسی حسيني مزاري "سیدنقیب الله" د رضوي (مشهد) ښار څخه په بې عزتۍ او بې شرمۍ سره د کابل د لویدیځې سیمو اوسېدونکو ته د کفر او فحشا کلیمې کار کړی دي.»

په شکایت کوونکو کې د علماو شورا، د سېمي د وکيلانو شورا، د کابل د لویدیځ د ځوانانو ټولنه او د دې ښار ملا امامان شامل دي.

دوی عیسی حسیني مزاري «زناکار» او «بهتان یوونکی» بللی او د طالبانو له قضايي ارګانونو یې غوښتي، چې پر ده شرعي حدود وضع کړي او هم دې د تبیان، اوا، افغان غږ او په هغه پور اړوند ټولنیز او فرهنګي بنسټونو ور بند کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جنایي چارو ادارې د دغه شکایت د تر لاسه کولو او تایید وروسته د کابل د شپږمې حوزې پولیسو ته د دغه شکایت د څېړلو امر کړی دی.

عیسی حسیني مزاري ایران ته له نږدې کسانو څخه دی، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د ایران په مشهد ښار کې په یوه وینا کې وویل، چې د طالبانو نظام له جمهوري نظام څخه زر ځله غوره دی.

هغه ادعا کړې وه، چې د جمهوريت پر مهال په کابل کې د غربیانو له خوا تنظیم شوي ۹۶۰ فاحشه خانې او ۵۰۰ کلیساګانې فعالې وې.

اوا خبري اژانس، چې د هغه تر مدیریت لاندې د تبیان کلتوري مرکز اړوند دی خبر ورکړی، چې سید عیسی حسیني مزاري دغه څرګندونې د لړم د میاشتې په ۲۹ نېټه د ایران په مشهد ښار کې د سوداګرو، بازار موندونکو او مخورو مهاجرینو په یوه غونډه کې وکړې.

خو د کابل د لوېديځ د خلکو په شکايت کې ويل شوي، چې حسينې مزاري دا تورونه په داسې حال کې لګولي، چې «د کابل په لوېديځ کې ډېرې مدرسې، د قرانکريم ټولګي، د قران عظيم الشان مرکزونه او شاوخوا شپږ سوه جوماتونه شتون لري.»

تر دې وړاندي د شیعه ګانو یوه مشهور عالم ایت الله واعظزاده بهسودي د ایران له قضایه قوې او طالبانو غوښتي وو، چې حسینې مزاري د کابل په خلکو د هغه د «ناحق توهین» له امله دې پر نوموړي«شرعي حد» وضع کړي.

ایت الله بهسودي په کابل کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو په یوه کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل: «په داسې حال کې چې د کابل په لویدیځ کې دیني مدرسې، د قران کریم درسونه او شاوخوا ۶۰۰ جوماتونه د جمعې او د لمانځه لپاره ځایونه شته، حسیني مزاري (کفر، زنا او فحشا) د دې سیمې خلکو ته منسوب کړې.»

واعظزاده بهسودي د ایران له قضایه قوې څخه هم وغوښتل ترڅو چې حسيني مزاري په دغه هېواد کې وي پر هغه دي «شرعي حدود» نافد کړی.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل، چې د تبیان د کلتوري مرکز مشر ته دې افغانستان ته د راتلو په صورت کې «سزا» ورکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

بدخشان او نېږدې سیمې د رېښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې لړزولي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۰

له بدخشان څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن د شپې ۷:۵۲ بجې یې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.

د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریښتر په کچه ۴،۳ درجې وه، چې د بدخشان اشکاشم او فیض اباد سیمې یې لړزولې دي.

د یادې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې؛ د زلزلې ټکانونه په کابل، کندز، کونړ، بغلان، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشیر او د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هم حس شوي دي.

یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د تاجکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

حامد کرزي د افغانستان د پوهنې نظام ته د کورنیو او نړۍوالو چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانستل یوه حیاتي مساله بللې. حامد کرزي دې مسالې ته د دوحې د غونډې د ګډونوالو په ګډون د کورنیو او نړۍوالو چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان وده او پرمختګ د پوهنې محصول دی او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانستل یوه حیاتي مساله ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر هم په دې کتنه کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره یې ملي تفاهم اړین وباله.

د دوحې د غونډې په څنډه کې ښاغلي کرزي د نجونو او ښځو د زده کړو مسالې ته د نړۍوالو د پاملرنې غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له محدودیتونو څخه لاس نه دی اخیستی.

طالبانو ویلي دي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت دغې ډلې ته د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) له مشرې سره په کتنه کې د یوناما له دفتر څخه د اجنډا په اړه د د دوحې د غونډې جوړښت لا وضاحت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د همدغو څرګندونو پر بنسټ به دا ډله دوحې ته د خپل پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د دوحې غونډه به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.

د پاکستان لومړی وزیر: طالبانو د افغانستان حکومت په زور نیولی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي؛ وروسته له هغه چې امریکا او ناټو له افغانستانه ووتل، طالبانو په افغانستان کې حکومت «په زور» ونیو. ښاغلي کاکړ زیاته کړه، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې یو "دوست حکومت" رامنځته شي.

د پاکستان لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶ مه) د طالبانو د واک ته د رسېدو په اړه په یوه غږیز کلیپ کې وویل: «په افغانستان کې د طالبانو حکومت وروسته له هغه جوړ شو چې نړۍ د دوه تریلیون ډالرو په لګولو سره خپل فرصتونه ضایع کړل».

د سنبلې په میاشت کې انوارالحق کاکړ ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې د یوه مشروع او با صلاحیته حکومت سره مخ نه دی.

هغه زیاته کړې وه: "په افغانستان کې د نورو هېوادونو په ​​شان دولت شتون نه لري."

پاکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دغه هېواد له تېرو دوو لسیزو راهیسې د طالب مشرانو کوربه دی.

وروسته له دې، چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان کنټرول تر لاسه کړ، په پاکستان کې د اورپکو بریدونو زور واخیست.

د پاکستان موقت لومړي وزیر وویل، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان ټوډی د راپور له مخې؛ ښاغلي کاکړ په دغه غږیز کلیپ کې دا هم ویلي، چې افغان کډوال له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او د پاکستان له روغتیايي، تعلیمي او بنسټیزو خدمتونو څخه یې ګټه اخیستې او د دوی سوداګرو د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې په میلیاردونو ډالر ګټلي دي.

وزير اعظم کاکړ وويل، وسله وال هغه څوک دي، چې له پاکستان سره يې د جګړې اعلان کړى او غواړي په بلوچستان کې د قومي ليکو او وسله والې مبارزې له لارې يو نوى ايالت جوړ کړي، چې د پاکستان د اساسي قانون خلاف کار دى.

هغه وويل؛ په پاکستان کې ډېموکراسي د بيلابيلو وجوهاتو او د مدني ادارو په جوړښت کې د کمزورۍ له امله له ګڼو ننګونو سره مخ ده او د ډېموکراسۍ د ودې لپاره بايد د سياسي ګوندونو مشرتابه په جمهوري ډول وټاکل شي.

کاکړ زیاته کړه، چې غواړي د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه وروسته د پاکستان په مشرانو جرګه کې دنده ترسره کړي. هغه زیاته کړه؛ موقت حکومت د ټاکنو له کمېسیون سره مرسته او همکاري کړې، چې ټاکنې د فېبرورۍ په اتمه ترسره شي.

له کندهار او هلمند څخه سږ کال حج ته د عامو خلکو په پرتله دوه برابره طالبان ځي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۰

په کندهار او هلمند ولایتونو کې حج ته د تللو لپاره ۳۶ زره ۵۷۸ کسانو نومونه ليکلي، چې ډېره برخه یې طالبان دي. په کندهار کې د ۳۴۳۱ طالبانو څخه ۵۲۵ او د ۱۷ زره ۸۱ عامو خلکو څخه شاوخوا ۲۵۰ کسان تر ټاکلو وروسته حج ته ځي.

په کندهار کې طالب چارواکو نن سې شنبه حج ته د تللو لپاره د ۲۰ زره ۵۱۲ کسانو تر منځ تر قرعه کشۍ وروسته د څه باندي ۸ سوه کسانو نوملړ اعلان کړ، چې په دې پروسه کې به "بیت الله شريف" ته سفر کوي.

د کندهار د طالبانو د حج او اوقافو مشر عبدالبصير فايض وويل، چې له کندهار څخه په تېرو ۱۷ ورځو کې ۳۴۳۱ طالبانو نوم لیکنه کړې، چې له جملې څخه به یې د ۵۲۵ کسان او ۱۷۰۸۱ ملکي کسانو نومونه لیکلي، چې ۲۵۰ به پکې انتخاب شي.

حج ته د تللو په دې پروسه کې د عامو خلکو په پرتله طالبانو ته دوه برابره برخه ورکول شوې ده.

نوموړي حج ته د تللو کسانو څخه غوښتنه کړه، چې «اسلامي امارت» د پرمختګ لپاره دعاګاني وکړي.

هغه زياته کړه: « الله دي حج ته ستاسو ټولو نصيب وکړي، تاسو اسلامي امارت او مجاهدينو د لا بريا لپاره په اخلاص دعاګاني وکړئ.»

فايض وويل، چې طالبان او ولس سره يو دي او څوک چې يې د بېلولو هڅه کوي «عقیده» يې کمزورې ده.

نوموړي وويل: "د تېرې فاسدې ادارې څخه هم تر ۵ زره زيات کسان د حج د پروسې څخه پاته شوي، چې هغوی ته به هم حج ته د تللو لپاره زمينه برابره شي."

بل لوري بيا نن طالب چارواکو په هلمند کې هم د ۱۰۱۶۱ کسانو تر منځ د قرعه کشۍ مراسم ترسره کړل.

د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې؛ له دې ولایت څخه حج ته د تللو لپاره ۲۰۰۰ کسانو زياته برخه ورکول شوې او له دې کسانو څخه به نومونه وټاکي.

د معلوماتو له مخې؛ د هلمند څخه به سږ کال ۲۲۱۱ کسان حج ته ځي، چې ۵۳۵ به پکې طالبان ۱۴۷۶ عام خلګ او ۲۰۰ کسان به د قرعشي وروسته معلوم او سفر به کوي.

حج ته تلوونکې کسان د طالبانو پر دې پروسه نيوکه کوي، چې تر ډېره دغه ډله خپل ملګري او جنګيالي انتخابوي او عامو خلکو ته پکې زياته ونډه نه ورکوي.

عبدالقیوم چې حج ته د تللو لپاره يې د کندهار په پروسه کې نوم لیکنه کړې وايي: « دوه کاله کېږی، چې حج ته د تللو لپاره مې نوم لیکلی، طالبان د شفافیت خبره کوي؛ خو زما نوم پکې نه شته، دوی هغه چاته چانس ورکوي، چې طالب وي او ديني زده کړه یې کړې وي.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د دې ډلې او ملګرو د عایداتو سرچينه په دولتي ادارو کې په پراخه کچه د طالبانو جذبول، پراخې خپل منځي اړیکې او د نشه يي توکو کاروبار بلل شوی.

طالبان وايي په پام کې ده، چې سږ کال له دغه هېواده ۳۰ زره کسان د حج مراسمو پر ځای کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي‌.

د ملا هبت الله د فرمان نافرماني؛ یو شمېر طالب مشرانو په اداراتو کې خپلوان مقرر کړي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د طالبانو یو شمېر وزیرانو د ملا هبت الله د فرمان خلاف په دولتي ادارو کې خپلوان او ملګري مقرر کړي دي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې کورنۍ غړي په دولتي دندو کې ګومارلي دي.

سراج الدین حقاني:

انځور: د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او ورور یې انس حقاني
100%
انځور: د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او ورور یې انس حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هغو طالب مشرانو په ډله کې دی، چې د ملا هبت الله فرمان یې تر پښو لاندې کړی دی او خپل خپلوان یې په لوړو څوکیو ګومارلي دي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني خپل ورور حافظ عزیز حقاني په کورنیو چارو وزارت کې خپل خاص سکرتر په توګه مقرر کړی، بل ورور یې انس حقاني له افغان شخصیتونو سره د تماس په کمېسیون کې غړیتوب لري، تره یې خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، ماما یې مالي خان د ملي دفاع وزارت مرستیال په توګه کار کوي.

امیر خان متفي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل ورور محمد نبي متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د ځانکړي سکرتر په توګه ګومارلی دی، بل ورور یې احمد الله متقي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس په توکه کار کوي، بل ورور یې امان الله افغان د طالبانو په فرهنګي کمېسیون کې غړیتوب لري، عبدالله متقي چې د کابل په شش درک کې د ریاض العلوم مدرسې مسوولیت په غاړه لري؛ خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې انځورونه ترلاسه کړي دي، چې عبدالله متقي په رسمي ناستو کې د مشرانو میلمنو په لومړی قطار کې ناست وي.

عبدالله متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورور دی چې په رسمي غونډو کې کډون کړی.
100%
عبدالله متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورور دی چې په رسمي غونډو کې کډون کړی.

شهاب الدین دلاور

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د خپلې کورنۍ څو تنه په دولتي دندو ګومارلي دي.

د شیخ شهاب الدین دلاور زوي مغفور الله شهاب په ازبکستان کې د طالبانو سفیر ټاکل شوی، بل زوي یې روح الله شهاب د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت کې رییس دی، وراره یې مهدي الله احساس په بهرنیو چارو وزارت کې د یو ریاست معاون او زوم یې شمش الدین احمدي په کابل ښاروالۍ کې د دويمې ناحیې د رییس په توګه کار کوي.

دا هغه انځور دی چې د طالبانو د پلویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.
100%
دا هغه انځور دی چې د طالبانو د پلویانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور زوي مغفور الله شهاب په ازبکستان کې د طالبانو د سفیر په توګه له ټاکل کېدو سره د طالبانو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه پیل شوي دي.

د طالبانو یو غړی عبدالحق عمر پر خپلې اېکس پاڼه ملا هبت الله مخاطب کړی دی او ورته یې لیکلي، چې ستا فرمانونه مشران تر پښو لاندې کوي، کشران یې په سر سترګو مني.

د ټولنیزو رسنیو دغه طالب فعال لیکي: "ودې ویل دویم واده مه کوي؛ خو ډېرو غټانو درېیم وکړ، ودې ویل څوک د فرابت او انډیوالیزم پر بنیاد په دنده مه ګوماری خو چا سر نه کړ خلاص، ودې ویل د ولس پر مخ دروازې خلاصې کړئ خو دوی تر هغه لا ښې پسې بندې کړې."

دی د طالب مشرانو په اړه وايي، چې اکثریت لګیا دي پیسې جمع کوي او ماڼۍ جوړوي، جایدادونه ډېروي او له خلکو څخه د شرینۍ او تحفې په نوم رشوتونه اخلي.

یو شمېر طالب پلویان په ټولنیزو رسنیو لیکي، چې د ټولو وزیرانو ، معینانو، ریسانو، والیانو او قوماندانانو همدا حال دی.

د موندونو پر بنسټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري چې د خوست اوسېدونکی دی، خپل ورور یې حافظ راشید د خوست امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د راپورونو پر اساس د خوست په امنیه قوماندانۍ کې زیاتره د کورنۍ غړي په بېلابېلو ځایونو کې ګومارلي دي.

د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ د د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور زوي عارف الله منصور د افغانستان د سرې میاشتې کې د رییس په توګه کار کوی.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر زوي عارف الله منصور
100%
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر زوي عارف الله منصور

دا مقررۍ په داسې حال کې ترسره کیږی، چې ملا هبت الله اخواندزاده په یوه فرمان کې د طالبانو څخه غوښتي وو، چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډيوالان د اړیکو په بنسټ ونه ګوماري.

د ملا هبت الله له دغه فرمان څخه وروسته یو شمېر طالب وزیرانو په خپلو منځونو کې داسې پرېکړې ته ورسېدل چې دوی به د یو بل د کورنۍ غړي په خپلو وزارتونو کې ګوماري.

د طالبانو د غړو شکایتونه دا دي، چې د دوی مشرانو د خپلوۍ او ملګرتیا په بنسټ ګومارنې کړي دي.

د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي؛ د خپلوي او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري.

د دې مکتوب له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی و، د خپلوالۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د "الله د ناراضتۍ او عذاب سبب کیږي".