• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو له لوري د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین دمګړۍ په ننګرهار، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې دوام لري. د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت وايي، په یادو ولایتونو کې یې پر سلګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د کوکنارو د کر کیلې د منعې فرمان د ښه تطبیق په موخه کور په کور ولسوالۍ په ولسوالۍ کمپاین کوي؛ تر څو د کوکنارو د کر کچه صفر ته ښکته کړي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۶مه) د ننګرهار ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی دی.

همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت غړي قاري فواد ابوبکر ویلي:« دا عملیات به شیله په شیله، کور په کور او دره په دره روان وي او دا فرمان چې دوه کاله مخکې صادر شوی و ډېر په ښه ډول تطبیق شو. سږکال به هم په هیڅ سیمه کې چاته اجازه ورنه کړو چې خلک یې کښت، استفاده او قاچاق وکړي.»
همدارنګه تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د فراه ولایت په بکواه ، خاک سفېد، بالابولوک او د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالیو کې یې د کوکنارو ۵۶ جریبه کروندې اړولي دي او (۲۰)تنه یې د ملا هبت الله د فرمان څخه د سرغړونې په تور نیولي دي.
د طالبانو له لوري د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاینونه په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم دوام لري؛ خو دا لا په ډاګه شوې نه ده، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري د کوکنارو د کر او قاچاق د منعې له فرمان وروسته په کومه اندازه کوکنار کرل شوي.
د سیاسي چارو شنونکي نظر محمد وايي، د کوکنارو د کر کیلې او قاچاقو د منع کولو په تړاو د طالبانو ادعاوې یوازې تر تبلیغاتو محدودې دي او خلک د لوږې له امله په ښکاره توګه د دغې ډلې له فرمانونو سرغړونه کوي.« خلک وږي دي، د تریاکو بدیل کرکېله ورته نه شته. په وروستیو څو میاشتو کې د تریاکو بیې لس برابره لوړې شوې، خلک مجبوره دي چې بیا پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.»
دا په داسې حال کې ده چې، څو ورځې وړاندې هم طالبانو ویلي وو چې د هلمند او فراه ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې یې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه