• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښځینه معترضانې: نړۍواله ټولنه دې د طالبانو له اقتصادي ملاتړ څخه لاس واخلي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

دغې شبکې نن سې شنبه (د سلواغې ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ نړۍواله ټولنه باید د طالبانو له اقتصادي ملاتړ څخه لاس واخلي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د دوحې غونډه د طالبانو د حکومت د ړنګولو لپاره جوړه کړي.
دغه غونډه چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له لورې د افغانستان په اړه تر راتلونکو دوو اونیو د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، طالبان هم وربلل شوي دي.
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه چې د ښځو اعتراضي حرکت دی همداراز په خپله اعلامیه کې غوښتي، چې په دې غونډه کې دې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین او ملاتړ لپاره هڅې وشي.
یادو میرمنو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې د افغانو ښځو پر وړاندې څه باندې ۵۲ ليکلي او لسګونه شفاهي حکمونه صادر شوي، چې په ترڅ کې یې افغانې ښځې له ټولو حقونو بې برخې شوې دي.
د دوحې له غونډې څخه د ښځو او نجونو د امنیت ټینګښت، د پوهنې او روغتیا وده، د جنسیتي برابرۍ د فرهنګ وده او په افغانستان کې د وګړنیزو بنسټونو پیاوړتیا د دغې شبکې له نورو غوښتنو څخه دي.
دوی همدا راز پر طالبانو د فشارونو پر زیاتېدو هم ټینګار کوي.
تر دې مخکې هم د افغان ښځو یوې ډلې ملګرو ملتونو ته یو پرانیستی لیک استولی و او د دوحې په غونډه کې یې د ښځو د استازو د حضور غوښتنه کړې وه.
دا غونډه به د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هغو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شي، چې په افغانستان کې ځانګړي استازي لري.
د یادولو ده، چې طالبانو ویلي د غونډې د اجنډا او د ګډونوالو په اړه د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته به په دې غونډه کې د خپل ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي