• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چمن پرلت‌وال: په چمن کې د پوځي کلا مخه مو د کانټینرو په اېښودلو سره بنده کړه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

دغو پرلت‌والو دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه وانه خیستل شي، دوی به د پوځي کلا مخې ته پرلت ووهي او د فبرورۍ په اتمه نېټه ټاکنو کې به برخه نه اخلي.

د سویلي پښتونخوا چمن پرلت‌والو تېره شپه ناوخته په چمن ښار کې د پاکستان پوځ پوځي کلا مخې ته کانټينرونه کېښودل او پوځي کلا ته د تګ راتګ لاره یې بنده کړه.
دغو پرلت‌والو دغه کار د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې وکړ.
د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سر لاری غوث الله اڅکزی وايي:« موږ د نږدې څلورو میاشتو راهیسې په سوله او امن کې دلته ناست یو؛ خو زموږ غوښتنې نه منل کېږي، موږ د خپل حق غوښتنه کوو، دا زموږ څلورم ګام دی ، موږ پرلت وواهه، لاریونونه مو وکړل او د نه خوړو اعتصاب مو وکړ؛ خو بیا هم زموږ غږ وا نه ورېدل شو. اوس مو دا پرېکړه وکړه چې نور باید د پوځي کلا مخه بنده کړو.»
د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه افغانستان او پاکستان ته پر تلونکو کسانو د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو د پریکړې په غبرګون په پاکستان کې دا تر ټولو اوږدمهاله پرلت دی، چې د پاکستان د حکومت له لوري یې تردې مهاله غوښتنې نه دي منل شي.
د دغه پرلت غړی فیض محمد وايي:«موږ چې د خپلو خلکو سره کومه ژمنه کړې ده هغه به حتمن پوره کوو، د چمن د ولس لپاره مو پرلت پیل کړی او نن پوځي کلا مخې ته د لارې بندولو ژمنه پوره کوو. موږ ته داسې خبرونه هم رسېدلي، چې ممکن د سپین بولدک ـ چمن دروازه به د پخوا په شان د افغانستان په تذکره او د پاکستان په شناختي کارت خلاصه شي؛ خو د چمن ځیني سیاست‌وال او سوداګر ځانته د امتیاز ورکولو په خاطر د دروازې د خلاصېدو مسله ورځ تر بلې ځنډوي.»
د نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه سوداګري او پر پاسپورټ د عامو خلکو تګ راتګ ټکنی شوی دی.

ځايي سوداګر او عام وګړي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو له پرېکړې سره د یادې سیمې خلکو ته په میلیونونو ډالرو زیانونه اوښتي دي.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

د روغتیا نړۍوال سازمان: د مېندو او ماشومانو مړینه د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوې څرګندوي