جانتن ټراټ: که افغان لوبډله ټېسټ کرېکټ وکړي، نو په دې فارمټ کې به په چټکۍ سره وده وکړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ له سریلانکا سره د افغان لوبډلې د یوازینۍ ټیسټ سیالۍ وروسته په خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې د ابراهیم ځدراڼ ۱۱۴ منډې او له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې په دریمه ورځ د افغان لوبډلې برلاسي هیله بښونکي وه.