‏د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې به په قزاقستان کې د وزلوبې نړۍوالې سیالۍ ترسره شي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا وزلوبې فدراسیونونو مشرانو په یوې انلاین غونډه کې پرون دوشنبه د (سلواغې ۱۶مه) پرېکړه کړې، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې به د قزاقستان په کوربه‌توب د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د وزلوبې نړۍوالې سیالۍ ترسره شي.

د طالبانو تر کڼټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو سیالیو ته به د افغانستان بدني روزنې مشرتابه او د ولایتونو د وزلوبې فدراسیونونو سره په همغږۍ یوه پیاوړې لوبډله چمتو کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ