• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو د حقونو فعالانو له رینا امیري او د بلجیم له استازي سره وکتل

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د افغانو ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، چې ملګرو ملتونو د افغانو ښځو او د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه یوه غونډه جوړه کړې ده. دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د بلجیم د استازولۍ په غوښتنه د افغان ښځینه فعالانو په حضور کې جوړه شوې وه.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې په خپل اېکس کې د یوه انځور په خپرولو سره د دغې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی.
په خپور شوي انځور کې لیدل کیږي، چې په دې ناسته کې رینا امیري، په ملګرو ملتونو کې د بلجیم استازی فیلیپ کریدلکا، د افغانستان د روباټیک ټیم بنسټ اېښودونکې رویا محبوب او د ښځو د حقونو فعالې اصیلا وردګ برخه اخیستې ده.
د افغانو ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې دغه راز لیکلي، چې دا غونډه د افغانو ښځو او د ملګرو ملتونو د لسو غړو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شوه.
رینا امیري لیکلي: "دا چې د طالبانو ظالمانه اقدامات دوام لري؛ نو اړینه ده چې د افغانستان له ښځو او نجونو څخه په ګډه ملاتړ وشي."
په ملګرو ملتونو کې د بلجیم دایمي استازولۍ هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا ناسته د افغانستان د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه ترسره شوه.
یادې استازولۍ همداراز لیکلي، چې په دې ناسته کې د وضعیت د ښه والي لپاره پر ډېپلوماټيکو لارو چارو او کوټلو نوښتونو خبرې وشوې.
طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې د افغانو ښځو پر ژوند پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.
دغې ډلې د نړۍوالو له فشارونو سره - سره خپل محدودیتونه د ښځو د کار او زده کړو په اړه لغوه کړي نه دي.
ښځینه فعالانې تمه لري، چې د دوحې په غونډه کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو جوړه شي، د ښځو وضعیت وڅېړل شي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونزو ته رسیدګي وشي.

ډېر لیدل شوي

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي
۱

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

۲

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۳

د اکتوبر ۷مه؛ انس حقاني وايي سره له ډېرو ناخوالو د امریکا د «یرغل» پای «خوږ» وو

۴

د مقاومت جبهې عمومي قوماندان: اوس خلک پوه شوي چې طالبانو سره له جکړې پرته بله لار نشته

۵

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې