د ۲۰۰۱م کال منی و. د ننګرهار د تورې بوړې په غرونو د الوتکو د ګزمو او بمباریو انګازې خپرېدې. ځایي خلکو پیتاوی کم کړی و، خو د جومات په صوفه کې به وخت ناوخت څو تنه سره راټولېدل؛ د یو بل او د بمباریو له حال څخه به یې ځانونه خبرول.
د ویر او ساندو د ډېرو خبرونو تر څنګ، د ځینو کلیوالو په کورونو کې د ماشومانو د زوکړې خبر ونه هم تر غوږو رسېدل.
دلته او د افغانستان په نورو سیمو کې داسې ماشومان هم وزېږېدل چې ښايي د ملا له اذان یا د مور د «قربان دې شم» له غږه مخکې یې د نړۍ په کچه د خپلو مشهورو غرونو پر سر د درنو بمونو د لوېدو غږ اورېدلی وي.
دوی لا نه پوهېدل چې برخلیک یې په کوم افغانستان کې سترګې پرانیستلې؛ نه پوهېدل چې د دوی د زېږېدو کال به د افغانستان د یوه نوي سیاسي څپرکي له پیل سره وتړل شي او یوه ورځ به د «۲۰۰۱ م کال نسل» په نوم یادېږي.
د نوي سیاسي فصل له پیل سره، له افغانستان څخه زرګونه کیلومتره لرې، د جرمني په بن ښار کې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر ناستو د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې جوړېدو ته لار هواره کړه. څو کاله وروسته، افغانستان نوی اساسي قانون، ټاکنې، خصوصي پوهنتونونه، پراخې رسنۍ، نړیوال تعامل او ګڼ هغه امکانات وموندل چې د جګړې په کلونو کې یې تصور هم سخت و.
دا د یوه داسې نسل لپاره، چې د بدمرغیو له پیل سره نړۍ ته راغلی و، د نېکمرغۍ نوې دروازې وې.
نن، ۲۵ کاله وروسته، د ۲۰۰۱ م کال نسل نور ماشومان نه دي. ځینو یې په کور دننه او بهر لوړې زدهکړې کړې، ځینو له نړیوالو ادارو سره کار کړی، ځینو په خپلو برخو کې نوم پیدا کړی، ځینې د مرګ له ګواښمنو لارو د کډوالې پر سفر روان دي او ځینې په وړو کاروبارونو د ژوند د دوام هڅه کوي.
د دوی د ژوند کیسه، په یوه معنا، د افغانستان د تېرو پنځو ویشتو کلونو کیسه ده.
«کابل له ډېرو معجزو نه ډک دی»
بشیر، چې نوم یې مستعار دی، د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې په کندهار کې زېږېدلی و، خو د کورنیو جګړو له امله یې ماشومتوب په کابل کې تېر شو.
کله چې په ۲۰۰۴ کال کې نوی اساسي قانون تصویب او د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې ترسره شوې، بشیر درې کلن و. سیاست ورته هغه مهال د لویانو د خبرو او د جګړې له خاطرو سره تړلی مفهوم و، خو د وخت په تېرېدو او د کابل د بڼې په بدلېدو، د ده په ذهن کې د افغانستان د راتلونکي انځور هم بدل شو.
هغه ولیدل چې ښار ورو ورو له کنډوالو راپاڅېده. خصوصي ښوونځي، د انګلیسي ژبې کورسونه، کمپیوټر سنټرونه او وروسته خصوصي پوهنتونونه د ده د ځوانۍ د ژوند برخه شول.
د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ کابل د ده په سترګو کې له کنډوالو راوتلی ښار و؛ پراخ سړکونه، نوې او دنګې ودانۍ، څوستوريز هوټلونه، کافې شاپونه، کتابتونونه، سوناګانې، مجهز علمي او ټکنالوژیک مرکزونه او د یوه داسې راتلونکي نښې چې د سیمې په کچه د افغانستان د بېرته سیالېدو هیله یې پیدا کوله.
د بشیر په ذهن کې هغه وخت د کابل په اړه دې سندرې ازانګې کولې:
«کابل له ډېرو معجزو نه ډک دی- چا چې وران کړی، هغه بیا جوړ کړی».
بشیر په معلوماتي ټکنالوژۍ کې لوړې زده کړې وکړې. د پوهنتون تر څنګ یې د بهرنیو موسسو لپاره فریلانس کارونه کول، ښه عاید یې درلود او د یوه هوسا او سیال ژوند خاوند شوی و.
هغه فکر کاوه چې د افغانستان راتلونکی به له ټکنالوژۍ او ځوانانو سره تړلی وي.
خو د کابل له دې ظاهراً عصري ژوند سره په څنګ کې جګړه هم روانه وه.
له ۲۰۱۴ م کال وروسته، کله چې د نړیوالو ځواکونو ډېره برخه له افغانستان څخه ووتله او افغان امنیتي ځواکونو د جګړې اصلي پېټی پر اوږو واخیست، په ډېرو ولایتونو کې جګړه پراخه شوه. کابل هم له چاودنو او بریدونو خوندي نه و.
د بشیر نسل له یوه عجیبه تضاد سره لوی شو: سهار به یې د چاودنې خبر اورېده او پوهنتون ته به تله، خو ماښام به یې له ملګرو سره په کافي شاپ کې د نوي کار، سټارټاپ، ټکنالوژۍ یا بهر ته د زدهکړو په اړه خبرې کولې.
جګړه وه، خو ژوند هم روان و.
د پرانیستل شویو دروازو د بیا تړل کېدو ننداره
مریم د ۲۰۰۱ م کال په نومبر کې په مزارشریف کې زېږېدلې وه، خو له پنځه کلنۍ راهیسې په کابل کې اوسېدله.
د هغې مور د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له کوره ډېره نه شوه وتلای. په مزار کې یې د طالبانو د واک او جګړو ګڼې وېرونکې کیسې له ځان سره ساتلې وې او مریم ته یې بیانولې.
مریم بیا په داسې افغانستان کې لویه شوه چې د هغې د زېږېدو له وخت څخه د ښځو او نجونو پر مخ تړلې ډېرې دروازې بېرته پرانیستل شوې وې.
هغې پوهنتون ولوست او وروسته یې په یوه نړیواله موسسه کې د پروژو د ارزونې په برخه کې کار پیدا کړ. دفتر ته به په خپل موټرکې تلله، معاش یې درلود او د خپلې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې یې برخه اخیسته.
د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو په شاوخوا کې ټولنیزې رسنۍ د مریم او د هغې د ملګرو د بحثونو بنډار ځای ګرځېدلی و. د کار، د ښځو د حقونو، سیاست او د افغانستان د راتلونکي په اړه به یې خبرې کولې.
دوی فکر کاوه چې دا مزل به دوام کوي او د خپلو خوبونو منزل ته به رسېږي.
خو په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې تړون او په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره، د مریم او د هغې د نسل ډېر خوبونه له جدي پوښتنو سره مخ شول.
هره ورځ به د یوه ولایت یا ولسوالۍ د سقوط خبر راتله، خو کابل لا هم عادي ښکارېده. دفترونه پرانیستي وو، پوهنتونونه روان وو او خلک خپلو کارونو ته تلل.
د ژوند او مرګ تر منځ دغه کشمکش د اګست تر ۱۵مې دوام وموند.
د اګست ۱۵مه؛ هغه ورځ چې هر څه بدل شول
د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مه وه.
بشیر هغه ورځ شاوخوا یوولس بجې په دشتې برچي کې خپلو هزاره زدهکوونکو ته د تدریس لپاره تللی و. ترافیک درېدلی و، خلکو په موبایلونو کې خبرونه کتل او اوازې له یوه کس څخه بل ته انتقالېدې.
طالبان د کابل شاوخوا سیمو ته رسېدلي وو.
امنیتي ځواکونه له ځینو سیمو وتلي وو.
د حکومت د سقوط خبرونه له هرې خوا راتلل.
څو ساعته وروسته هغه څه چې تر سهاره ناممکن ښکارېدل، پېښ شول.
د جمهوریت نښې له ځینو دېوالونو ښکته شوې، ځینو دوکاندارانو د ښځو اعلانونه په رنګ پټ کړل او د ښار بڼه په چټکۍ سره بدله شوه.
مریم په شهرنو کې په خپل دفتر کې وه.
هغې او همکارانو یې هڅه کوله هغه اسناد او معلومات له منځه یوسي چې وېره یې لرله، د نوي واک له راتګ وروسته به د ښځینه کارکوونکو لپاره ستونزه جوړ کړي.
بیا له دفتره ووتله او کور ته ولاړه.
تر ماښامه د ارګ پر سر د طالبانو بیرغ پورته شو.
د ۲۰۰۱ م کال نسل، چې د خپل ماشومتوب ډېره برخه یې په یو جمهوري افغانستان کې تېره کړې وه، په یوه ورځ د خپل پېژندل شوي نظام د پای شاهدان شول.
ځینو دوستانو او همکارانو بشیر ته ویل چې هوايي ډګر ته ځان ورسوي، ښايي له هېواده د وتلو چانس پیدا کړي. خو د لارې د خطرونو او د کورنۍ د اندېښنو له امله هغه ونه توانېد چې ورشي.
بیا یې د ټولنیزو رسنیو او تلویزیون له لارې د هوايي ډګر صحنې ولیدې.
زرګونه کسان د هوايي ډګر شاوخوا راټول وو. ځینو د الوتکو د پورته کېدو پر مهال ځانونه ورته رسولي وو؛ د څو کسانو د الوتکې له بدنې څخه د لوېدو تصویرونه د نړۍ رسنیو ته هم ورسېدل.
بشیر وايي، دا تصویر یې له حافظې نه وځي.
د ده لپاره دا یوازې د یوه هوايي ډګر تصویر نه و؛ د یوه نسل د ماتې او بېوسۍ تصویر و.
د اګست تر پایه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.
د بشیر او مریم د نسل لپاره، د کابل هوايي ډګر یوازې د وتلو ځای نه و؛ د یوه ایډیال او بایللي ژوند د پای تصویر و.
«دا ښار چا داسې بدرنګ کړ؟»
تورخان، چې نوم یې مستعار دی، د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې په مهترلام کې زېږېدلی، خو له شپږ کلنۍ وروسته په جلالاباد کې لوی شوی دی.
د ده د ځوانۍ جلالاباد د کورسونو، پوهنتونونو، کتابتونونو، فرهنګي غونډو او کافيشاپونو ښار و.
هغه په یوه خصوصي پوهنتون کې زدهکړې وکړې او د ډیزاین او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یې کار پیل کړ. په جلالاباد کې د نړیوالو موسسو او پراختیايي پروژو حضور د ده په څېر ډېرو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي وو.
خو ننګرهار د جګړې له سختو سیمو څخه هم و.
له ۲۰۱۵ وروسته، د طالبانو ترڅنګ د داعش خراسان ډلې بریدونه هم په دې ولایت کې زیات شول. اچین، سپینغر، تورې بوړې او ان جلالاباد، چې یو مهال د سولې او فرهنګ په نوم مشهور و، د جګړو او ناامنۍ له امله د رسنیو د سرټکو برخه شول.
په ۲۰۱۷ کال کې امریکايي ځواکونو په اچین کې د داعش د تونلونو پر ضد خپل تر ټولو لوی غیرهستهيي بم، چې د «بمونو مور» په نوم مشهور شو، وکاراوه.
تورخان به په ښار کې د عادي ژوند تر څنګ د چاودنو غږونه هم اورېدل.
بیا ۱۵ اګست راغی.
جلالاباد هم د طالبانو لاس ته ولوېد. تورخان د کابل هوايي ډګر تر دروازو ځان ورساوه، خو له هېواده د وتلو چانس یې ونه موند.
هغه لارې چې ده د خپلو خوبونو د ترلاسه کولو تګلوري ګڼلې، ناڅاپه یې پر مخ وتړل شوې.
تورخان د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال ته ویلي:«تاسې ما نه پوښتنه کوئ، خو زه نه پوهېږم له چا وپوښتم. زرګونه پوښتنې لرم چې ولې داسې وشول. هره ورځ لسګونه ځله هغه سندره اورم چې وایي: دا ښار چا داسې بدرنګ کړ؟».
۲۵کاله وروسته
په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۰۰۱ کال ماشومان، د زېږېدو د میاشتې له مخې، ۲۴ یا ۲۵ کلن دي.
افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې دوی پکې لوی شوي وو.
په ډېرو سیمو کې د جګړې کچه کمه شوې، خو د ډېرو خلکو لپاره د جګړې ځای د وېرې نورو بڼو نیولی دی؛ څوک د ږیرې د خریلو له امله اندېښمن دی، څوک د موسیقۍ د اورېدو، څوک د حجاب او تګ راتګ له مقرراتو، او څوک د بېکارۍ، لوږې او راتلونکي له نامعلوم برخلیک څخه.
د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو راپورونه ښيي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې لا هم ژورې دي، د کار بازار د نویو ځوانانو د جذب توان نه لري او میلیونونه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي.
له دې سره، د ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو د کار، کور او لومړنیو خدمتونو پر بازار فشار نور هم زیات کړی دی.
د ښځو او نجونو ژوند هم د ۲۰۰۱م کال نسل د افغانستان له تر ټولو لویو بدلونونو څخه دی.
نجونې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو محرومې دي او ښځې د کار په ډېرو برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي. د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون د ښځو د لباس او عامه حضور ترڅنګ د نارینهوو د ږیرو او د ټولنیز ژوند پر نورو برخو هم مقررات پراخ کړي دي.
مریم اوس هغه دفتر ته نه ځي چې یو وخت یې د ژوند یوه مهمه برخه وه.
بشیر د پخوانیو کلونو په څېر ثابت کار نه لري.
تورخان په جلالاباد کې د موبایلونو په یوه کوچني کاروبار کې د ژوند د دوام او له لوږې د ځان او کورنۍ د ژغورلو هڅه کوي.
دوی لا ژوندي دي، خو خبرې یې له ناهیلۍ، پوښتنو او هغو خاطرو ډکې دي، چې د یوه نسل د بایلې داستان بیانوي.
د ۲۰۰۱م کال نسل ښايي تر ټولو ډېرې پوښتنې له ځان سره ولري: ولې داسې وشول؟ څه وخت بدل شول؟ کومه دروازه بېرته پرانیستل کېدای شي؟ او د دوی د هغو خوبونو برخلیک به څه وي چې شل کاله یې د افغانستان د راتلونکي په نوم پالل؟
دوی داسې افغانستان لیدلی چې څو ځله یې بڼه بدله شوې ده؛ د جګړې افغانستان، د جمهوریت افغانستان، د پرېمانۍ او ټکنالوژۍ افغانستان او اوسنی منزوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ افغانستان.
دوی له هر بدلون سره یو څه بایللي، خو ځینې شیان یې لا هم ساتلي دي: زدهکړه، تجربه، مهارت، حافظه او له نړۍ سره اړیکه.
پنځه ویشت کاله مخکې دوی د افغانستان د یوه نوي څپرکي له پیل سره وزېږېدل.
نن د هماغه نسل لپاره یوازې پوښتنه دا نه ده چې افغانستان به څوک اداره کوي؛ پوښتنه دا ده چې دوی به په دې افغانستان کې څنګه ژوند کوي او خپل راتلونکی به څنګه جوړوي.
بشیر، د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته ویلي: کله ناکله له همدې سوچونو د کابل له یوې کړکۍ د اسمايي غرونو پر لور ګوري او ساړه اسوېلي باسي.
هغه لا ۲۵ کلن دی.
د هغه نسل کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې.