د فوجیرا اوپن ۱۱م پړاو سیالیو کې افغان لوبغاړو دوه د برنزو مډالونه وګټل

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

د افغانستان د ټکواندو ملي لوبډله د ابوظبي په کوربه‌توب د فوجیرا اوپن ۱۱م پړاو نړۍوالو سیالیو کې تر ګډون او دوو برنزو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته ستنه شوه.
دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب ترسره شوې، چې له ۴۴ هېوادونو ۵۷۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې ۸ افغان لوبغاړو هم ګډون کړی و، چې محسن رضایي او حکمت الله زین پکې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
په دغه سیالۍ کې چې د فبرورۍ په څلورمه وشوې افغان لوبغاړي پکې وتوانېدل، چې د فرانسې سهمي سیالیو ته لار پیدا کړي.

نور خبرونه

رادیو