د سوېلي وزیرستان په واڼه کې د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د یوه نوماند پر موټر چاودنه شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

سرچینې وايي، د سوېلي وزیرستان په واڼه کې د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري نوماند نصیرالله وزیر پر موټر د چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي او خپله دی روغ وتلی.
دغه چاودنه داسې مهال رامنځته کیږي چې ټاکنو ته اېله نن ورځ پاتې ده.

په وزیرستان کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې دغه چاودنه نن سهار ۱۰ بجې چهارشنبه د (سلواغې ۱۸مه) شوې چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي.
هغه وايي، خپله دغه نوماند نصیرالله وزیر هم په موټر کې و خو له پیښې ژوندی وتلی.

تر دې دمه د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند په نوماندانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه او چاودنې شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو ته په اشارې سره په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د سیاسي ګوندونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز ټراسل ویلي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند د «مشرانو او د هغوی د ملاتړو ځورول، نیول او اوږده مهالی بند د اندېښنې وړ دي.»
د ټاکنو مودې له نږدې کېدو سره د پاکستان په دوو ایالتونو خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ زور اخیستی چې له امله یې مرګ ژولې هم اوښتې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ