• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ رسنۍ: د فبرورۍ تر ۶مې د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر څه باندې ۴۸۴ زرو ته لوړ شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۷ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د اړوندو ادارو د مالوماتو له مخې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۶مې نیټې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴۸۴۳۳۲ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له ۳مې تر ۶مې نېټې پورې د ۳۰۷۶ افغانانو له ډلې چې ۱۱۴۵ یې نارینه، ۹۲۴ ښځې او ۱۰۰۷ پکې ماشومان وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بلې خوا د فبرورۍ په دویمې نېټې د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې یا اوچا په اېکس پاڼه لیکلي و، چې دغه شمېر د روان کال په جنورۍ میاشت کې تر ۵۰۰ زرو لوړ شوی دی.
د دغې ادارې په وینا، د ۲۰۲۳ کال په درېیو وروستیو میاشتو کې د دغه شمېر ۸۴ سلنه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام هم تر دې وړاندې ویلي و، نږدې پنځه میاشتې کېږي چې له نیم میلیون څخه ډېر افغانان له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د فبرورۍ په ۳مه نېټه پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی و، چې د پنجاب صوبایي حکومت د کډوالۍ د کارتونو لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د دغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠۲٤ کال تر مارچ پورې غځول شوې ده.
د سرچينې په وينا، پاکستان د دغو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د طالبانو په غوښتنه غځولې ده.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ بیا ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه ده او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي