ندیم: ټول هیوادونه دې د زدکړو په برخه کې د افغانانو د اړتیاوو په اساس مرستې وکړي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د چین له سفیر سره کتنه کې ویلي، ټول هیوادونه دې د افغانانو د اړتیاوو په اساس د زدکړو په برخه کې مرستې وکړي.

د چین سفیر هم له افغانستان سره «د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو د پیاوړتیا، د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت لوړونې برخه کې همکاري ژمنه کړې.»

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي په خپل اېکس کې لیکلي، چې ندا محمد ندیم نن په خپل دفتر کې د چین له سفیر سره ولیدل.
په ورته وخت کې
ندا محمد ندیم پرون د جاپان له سفیر سره هم لیدنه کې ورته غوښتنه درلوده، خو په دې دواړو لیدنو کې د نجونو د زدکړو یادونه نه ده شوې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو د ټولو روزنیزو مرکزونو دروازې بندې شوي او طالب چارواکو تل ویلي چې د شرایطو په برابریدو سره به بیا د نجونو نیمه او لوړې زدکړې پیل شي، خو تراوسه طالبانو دغه ژمنه پر ځای کړې نه ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ