• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیا د 'بې حجابۍ' په پلمه د افغان نجونو او مېرمنو په خپلسرو نیونو اندېښنه وښوده

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اسټرالیا لنډ مهاله ماموریت چې دا وخت له دوحې څخه خپلې چارې مخته بیايي، د طالبانو د خوښې حجاب له قوانینو د سرغړونو په پلمه د نجونو او مېرمنو په خپلسرې نېونې وغندلې او په اړه یې اندېښنه په ډاګه کړه.

اسټرالیا ویلي، چې د افغانستان د ښځو بنسټیز حقونه دې له پامه نه غورځول کېږي.

د افغانستان لپاره د اسټرالیا لنډ مهاله ماموریت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د جنورۍ میاشتې له پیله د طالبانو په خوښه حجاب د نه مراعتولو په پلمه نجونې او مېرمنې نیول کېږي، ځورول کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.
طالبانو د کابل په شمال او لویدیځو برخو او همدا رنګه د مزارشریف په ښار کې یو شمېر نجونې او مېرمنې د «بې حجابۍ»په تور نېولې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ځینو مېرمنو د نیولو خبره منلې؛ خو په رسمي توګه یې په دې اړه زیات توضیحات نه دي ورکړي.
د نجونو او مېرمنو خپلسرو نیونو یو لړ نړۍوال او په کور د ننه د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونه له ځانه سره لرلي او د طالبانو دغه کړنې یې غندلې دي.
د نجونو او مېرمنو د دغو خپلسرو نیونو تر څنګ چې طالبان یې «بدحجابي یا بې حجابي» بولي یو شمېر نورې مېرمنې یې د ښځو پر وړاندې د «تاوتریخوالي» ډک سیاست پر ضد د هغوی د اعتراضونو له امله هم نیولې دي.
طالبانو په شاوخوا دوه نیمو کالو کې پر ښځو د بندیزو په تړاو لسګونه فرمانونه صادر کړي او هغوی یې د ژوند له ډېرو برخو راګرځولې دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي