• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې ټاکنو ته د دغه هېواد په ټولو صوبو کې تابیاوې نیول شوې دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۰

په پاکستان کې د قومي اسمبلۍ او د څلورو صوبو د ایالتي شوراګانو د استازو د ټاکلو له پاره هلې ځلې روانې دي. د دغو ټاکنو په درشل کې په پلازمېنه اسلام اباد او د پاکستان په نورو صوبو کې امنیتي ګامونه اخیستل شوي او په هره کوڅه او هره لاره کې د پولیسو ګزمې زیاتې شوې دي.

د شمېرو له مخې پاکستان ټول ټال له ۲۴۱ مېلیونو زیات نفوس لري، چې له هغې ډلې یې د اوسنیو ټاکنو له پاره ۱۲۸ مېلیونه کسان د دې وړ بلل شوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي؛ خو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون وايي، چې دوی د فبرورۍ میاشتې د ټاکنو له پاره ۲۶۰ مېلیونه رای پاڼې چاپ کړې چې په دې کې د ملي او ایالتي اسمبلو دواړو رای پاڼې شاملې دي.
د فبرورۍ د اتمې نېټې ټاکنو ته ۶ زره او ۳۱ د سياسي ګوندونو غړو او پاتې نورو خپلواکو نوماندانو ځانونه نومولي دي.
د پاکستان قومي اسمبلۍ ته چې په دغه هېواد کې د قانون جوړونې دنده لري ۳۴۲ څوکۍ ځانګړې شوې، چې ۲۷۲ یې عمومي، ۶۰ یې د مېرمنو او ۱۰ نورې یې مذهبي لږکیو ته ځانګړې شوې دي.
د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د ملي او صوبايي اسمبليو له پاره ټولې ۸۵۹ انتخاباتي حلقې جوړې شوې دي.
پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو د امنیتي خوندیتابه له پاره سلګونه زره ځواکونه ګومارل شوي، چې په دوی کې پولیس، ملیشې او پوځي سرتېري شامل دي.
په پاکستان کې وروستۍ ټاکنې په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوې وې، چې په هغو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر نورو ډېرې څوکۍ ګټلې وې؛ خو وروسته یې د نورو ګوندونو سره اېتلافي حکومت جوړ کړ.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي