• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي له اسرايیل سره اړیکي پیلول تر خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو پورې مشروط بولي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ریاض به تر هغه له اسراییل سره ډيپلوماټیکي اړيکي پیل نه کړي، ترڅو د فلسطين خپلواک دولت جوړ نه شي، چې ختیځ بیت المقدس به يې پلازمېنه وي.

دغه وزارت همداراز پر غزې د اسراییل د «برید» بندول له تل ابیب سره د اړیکو د ټینګولو لپاره یو شرط بللی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه هېواد په دې اړه خپل دریځ امریکا ته اعلان کړی دی.

د سعودي عربستان دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ویاند جان کربي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې دي، چې ویلي یې وو د بایډن حکومت مثبت غبرګون ترلاسه کړی، چې د سعودي عربستان او اسراییل د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د فلسطین او د دغه هیواد د خلکو د مشروع حقوقو د ترلاسه کولو په هکله د دغه هیواد دریځ ثابت دی.

د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د بیا پیلولو هڅې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شوې.

سعودي عربستان د اسراییل د خپلواک دولت له جوړېدو راهیسې هېڅکله له دغه هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکي نه دي لرلي.

پر اسراییل د حماس له حملې لږ مخکې د سعودي عربستان چارواکو منلې وه، چې له تل ابیب سره د اړیکو د عادي کولو په اړه د دغه هېواد خبرې یوې هوکړې ته "نږدې" شوې دي.

خو د راپورونو له مخې دا خبرې وروسته له هغه ودرېدلې چې حماس پر اسرایل برید وکړ.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۵

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

•
•
•

نور کیسې

نيويارک ټايمز: په غزه کې ۳۲ يرغمل شوي اسراييل وژل شوي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰
نيويارک ټايمز: په غزه کې ۳۲ يرغمل شوي اسراييل وژل شوي دي
100%

نيویارک ټايمز د اسراييلي پوځي چارواکو له قوله ليکلي، چې د غزې په تړانګه کې له يرغمل شويو کسانو څخه ۳۲ يې وژل شوي دي.

نيوريارک ټايمز نن په يوه راپور د څلورو اسراييلي پوځي چارواکو په حواله لیکلي، چې په غزه کې د ۱۳۶ يرغمل شويو کسانو څخه ۳۲ وژل شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې؛ اسراييلي چارواکو د وژل شويو کسانو کورنۍ هم خبرې کړې دي.

تر دې وړاندي د حماس له لوري د ۲۹ يرغمل شويو کسانو وژل کېدل تاييد شوي وو.

د ځينو ناتايید شويو معلوماتي راپورونو له مخې؛ لږ تر لږه ۲۰ نور يرغمل شویو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا وژل شوي دي.

حماس: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۰۷ فلسطینیان وژل شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۰
حماس: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۰۷ فلسطینیان وژل شوي
100%

د حماس د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۱۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې توګه په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۷۵۸۵ ته ورسېد او په دې سیمه کې د نښتو په ترڅ کې ۶۶۹۷۸ کسان ټپیان شوي دي.

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل تر خونړي برید وروسته اسراییل پر غزې هوايي بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړل.

د دغو عملیاتو له امله په سیمه کې پراخې جګړې پیل شوي دي.

ملګرو ملتونو، عربي اتحادیې او ګڼو نړۍوالو سازمانونو په بار - بار په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده؛ خو د اسراییل لومړي وزیر او نورو چارواکو ویلي؛ تر هغې چې یې د حماس ډله په بشپړه توګه له منځه نه وي وړې تر هغې به جګړه دوام لري.

د استانبول د محکمې مخې ته په یوه وسله وال برید کې ۲ بریدګر او یو پولیس وژل شوي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۰
د استانبول د محکمې مخې ته په یوه وسله وال برید کې ۲ بریدګر او یو پولیس وژل شوي دي
100%

په استانبول کې د یوې محکمې مخې ته د ډزو په پایله کې د درېیو پولیسو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي او یو تن د ټپونو د سختوالي له امله مړ شوی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷ مه) له غرمې مخکې د استانبول ښار د کاګالیان محکمې د دروازې مخې ته پر پوسته برید وشو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وسله وال برید دوه عاملین چې یوه یې ښځه او بل یې سړی و، وژل شوي دي.

هغه دا برید یو تروریستي برید بللی او عاملین یې د خلق د ازادۍ غوښتونکو ګوند بللی دی.

د دې ډلې وروستي راپور شوي عملیات په ۲۰۱۵ کې وو او په استانبول کې د پولیسو پر مرکز، د عدلیې پر ماڼۍ او د امریکا پر کونسلګرۍ درې جلا بریدونه شوي چې په پایله کې یې یو څارنوال او یو پولیس وژل شوي وو.

د ۲۰۱۴ کال د اګست په ۱۹مه د امریکا پر کونسلګرۍ په برید کې دواړه برید کوونکي ښځې وې او یوه یې هم نیول شوې وه.

دغه ډله د ترکیې د حکومت، متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوې ده.

تېره اونۍ دوو نقاب پوشانو د استانبول ښار د سانتا ماریا (هولي مریم) په ایټالوي کلیسا برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو کس ووژل شو او دوه بریدګر ونیول شول.

داعش د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

ترکیې تر دې مخکې له داعش سره د تړاو او په ترکیه کې پر کلیساګانو، عبادت ځایونو او د عراق پر سفارت د بریدونو د پلان په تور د ۳۲ کسانو د نیولو اعلان کړی و.

د خيبرپښتونخوا په بونیر کې د وسله والو په یوه برید دوو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۰
د خيبرپښتونخوا په بونیر کې د وسله والو په یوه برید دوو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې
100%

پاکستانۍ رسنۍ وايي، تېره شپه د خیبرپښتونخوا په بونیر ضلع کې د پولیسو په چیک پوسټ د برید له امله يو پاکستانی پولیس وژل شوی او یو تن ټپي دی. ويل کیږي، پر دغو پولیسو تېره شپه د (سلواغې ۱۶مه) د بونیر په امبیلا چیک پوسټ برید شوی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې دغه برید نه دی منلی.

په پاکستان کې ټاکنو ته اېله یوه ورځ پاتې ده، ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه په دغه هیواد کې ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو مودې له نږدې کېدو سره د پاکستان په دوو ایالتونو خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ زور اخیستی چې له امله یې مرګژولې هم اوښتې دي.

وړمه شپه هم د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید له امله ۱۶ پولیسو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر هغه وړاندې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډله ییزو، سړک غاړې بمونو او پر امنیتي پوستو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر مشر د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۰
د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر مشر د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
100%

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د خپل دفتر مشر اولژاس بکتنوف د نوي لومړي وزیر په توګه اعلان کړ. د واکمن امانت ګوند تر واک لاندې پارلمان له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده. ۴۳ کلن بکتنوف تر دې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر په توګه کار کاوه.

د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې هغه د قزاقستان د ولسمشرۍ د دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

پخواني لومړي وزیر عليخان اسماعیلوف د دوشنبې په ورځ د کوم ځانګړي دلیل له ښودلو پرته استعفا وکړه.

په ورته وخت کې، دا ډول بدلونونه د تېلو په بډایه هیوادونو کې معمول دي، په هغو نظامونو چې سیاسي واک د ولسمشر په لاس کې وي.
​