• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏طالبان: د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو بهیر پیلیږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۲:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوسپنې پټلۍ رياست مسوولين وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې به د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد، رالېږد بهیر پيل شي.

په هرات کې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ مشر محمد نسيم محمدي د یوې غونډې پر مهال رسنیو ته ويلي، چې د راتلونکې کب مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به له روزنک سټېشنه د هرات-خواف بندر له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پيل شي.
‏ ‏د هغه په وینا، د راتلونکي لمریز کال په لړ کې به د ایران-افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۵۰۰ زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي.
‏نوموړی زياتوي، چې سوداګر کولای شي د هرات-خواف بندر له لارې په مالياتي تخفيف سره له افغانستانه خپل سوداګریز توکي چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې سرحد ته صادر او وارد کړي.
‏ځايي مسوولین وایي، په راتلونکي پسرلي کې به د ایران او افغانستان ترمنځ پر دغې لارې د مسافرو تګ راتګ هم پيل شي.
د دغه ریاست په وینا، د روزنک اوسپنې پټلۍ له سټيشنه به ايرانی شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه سوداګریز توکي او ۱۰۰ زره مسافرين ولېږدوي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي