• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: په هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۰

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن او د دغې ټولنې له شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره په کتنه کې د دوحې د ناستې او د امنیت شورا د پرېکړه لیک په اړه خبرې کړي.

ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دوحې ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده او هیله من دی، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور مثبت ګام واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي نېکولسن د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې وویل، چې د دوحې په ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې د مرستو اعلان وکړي.
ټاکل شوې، چې د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي له ارزونې وروسته جوړه شي.
سره له دې چې فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې، چې د افغان سولې لپاره دې ځانګړی استازی وګومارل شي؛ خو طالب چارواکي د دې استازي له ګومارلو سره مخالفت ښيي.
د یادولو ده، چې د دوحې ناسته به ۱۱ ورځې وروسته د فېبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ جوړه شي، چې پکې د افغانستان پر ګاونډیانو او نورو هېوادونو سربېره د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي