حامد کرزی د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د دوحې ناسته مهمه بولي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۸

پخوانی افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې ناسته مهمه بولي او هیله من دی چې پکې د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور مثبت ګام واخیستل شي.

د دوحې ناسته د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي همغګر له ارزونې وروسته جوړېږي.

نوموړي په خپله ارزونه کې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره باید ګامونه واخیستل شي.

حامد کرزي د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي همغګر سره په لیدنه کې د افغانستان په هکله د نوموړي ارزونه واقعبینانه او عملي راپور وباله.

د ښاغلي کرزي پر اېکس لیکل شوي چې له ښاغلي سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې د دې ناستې په هکله مقلصلې خبرې وشوې: «دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلل شوه او هیله څرگنده شوه چې هم افغانان او هم د سیمې او نړۍ گډونکوونکي هیوادونه وتوانیږي چې په پوره اتفاق د افغانستان روښانه راتلونکې لپاره مثبت گام واخلي.

حامد کرزي پرون د پوهنتونونو او لوړو زدکړو له استادانو سره لیدنه کې هیله کړې وه چې د افغانستان په هکله د دوحې ناسته کې کورني او نړیوال ګډونوال د زدکړو د ښه والي او ستونزو لرې کولو ته پام وکړي.»

نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو زذکړې مهمې بللې وې.

د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې ناسته ۱۱ ورځې وروسته د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ جوړېږي چې پکې د افغانستان پر ګاونډیانو او نورو هېوادونو سربېره د طالبانو استازي هم ګډون کوي.

په دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي هم ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ