• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا یعقوب: هر څوک که دا هڅه کوي، چې د افغانانو امنیت او اقتصاد خراب کړي نتیجه نه ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب نن چهار شنبه د (سلواغې ۱۸مه) په کابل کې د اسلامي نظام او ملي یووالي د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د ملي یووالي لپاره کار کوي؛ خو په تېرو حکومتونو کې ملي یووالی یوازې تر شعاره محدود پاتې و.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د اسلامي نظام او ملي یووالي د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې یوې غونډه کې ویلي، چې ملي یووالی تر شعاره نه پرېږدي او په عمل کې یې ثابتوي.
نوموړی وايي:« دلته خلکو د ملي یووالي جوړېدو ته کار نه کاوه؛ بلکې د ملي بېلوالي لپاره یې کار کاوه.»
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، هر هغه څوک او ډله چې فتنې او د قومونو تر منځ بېلوالي ته لمن وهي په وړاندې یې په کلکه درېږي.
که څه هم نوموړي په مستقیم ډول د کوم سیاسي ګوند یا ډلې نوم وا نخیست؛ خو څو ورځې وړاندې د افغانستان یو شمېر سیاستوالو په افغانستان کې د فډرالیزم نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه.
دغه طالب چارواکي نړۍوالو ته په اشارې وویل: د افغانانو د ځورولو لپاره مو هر کار وکړ نور افغانان پوه شوي دي او دا یې درک کړې ده، چې هیڅ بهرنی هېواد او نه کومه بله استخباراتي کړۍ نه شي کولای چې موږ ته خوشحالي وبخښي او ستاسو اعمال یې لیدلي. تاسو نه شئ کولای افغانان وغولوئ د افغانانو ازادي او ملي ګتې باید و پېژنئ.
نوموړی خبرداری ورکوي او وايي‌، هر څوک که دا هڅه کوي چې د افغانستان خلکو امنیت او اقتصاد خراب کړي او یا هم په سیاسي لحاظ پر هغوی فشارونه راوړي، نتیجه نه ورکوي.
مولوي یعقوب وايي، د نړۍوالو له لوري د بندیزونو او محدودیتونو په لګولو سره افغانان نور هم سره نږدې او یو موټی کېږي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي