جان اڅکزی: د ټاکنو د ګډوډولو لپاره د ترهګرو هڅې شنډې شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر وايي، پر بلوچ مېشتو سیمو له بریدونو وروسته ترهګرود ټاکنو د ګډوډولو لپاره د دې صوبې پښتي سیمې هم په نښه کړې، خو ناکام شول.

جان اڅکزی وايي، په دغه صوبه کې ټاکې سهار ځايي وخت اته بجې پیل شوې او ښې روانې دي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال دي چې په دغه صوبه کې د ټاکنو په ورځ هم چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پرون د دوو چادونو له امله تر ۲۴ کسان ووژل او تر دېرشو ټپیان شول.

د دې بریدونو مسوولیت داعش منلی دی، خو جان اڅکزي پرون وویل، چې دې بریدونو کې هند لاس لري.

نوموړی نن خپل اېکس کې زیاتوي، بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ، بلوڅ ازديپاله جبهه، د پاکستاني طالبانو ډله او داعش د بلوچستان استازي نه دي.

نوموړي دا ډلې د هند لاسپوڅې بللې او ویلي یې دي چې هند غواړي بلوچستان ناامن کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ