• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترش ته د ښځو د یوې ډلې لیک: افغان مېرمنې باید د دوحې په غونډه کې مانا داره ګډون ولري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۵۲ GMT+۰

د افغان مېرمنو یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یو لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش څخه غوښتنه کړې چې افغان میرمنې دې د دوحې په غونډه کې مانا داره ګډون ولري.

دوی وايي، چې د افغانستان راتلونکی باید د دغه هیواد د خپلو وګړو په لاس وټاکل شي او دا چې طالبان د دې هېواد قانوني استازي نه دي.

دغو مېرمنو د «یوځای، لا پیاوړې» تر سرلیک لاندې په خپله بیانیه کې ویلي: «تر هغه چې د خلکو په خوښه د واک د لیږد یوه پراخه او مانا داره پروسه پلي نشي، طالبان باید په نړۍواله کچه یا دننه په هیواد کې د افغانستان د قانوني استازو په توګه ونه پېژندل شي.»

دوی ټینګار کوي، چې په نړۍوالو ادارو او سیسټمونو کې د افغانستان هر ډول رسمي ادغام د افغان ښځو ګډون او رهبرۍ ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه به د اپرېل په ۲۹ مه او ۳۰ مه د افغانستان لپاره د بیلابیلو هېوادونو له ځانګړيو استازو سره غونډه وکړي تر څو په دې اړه یوې هوکړې ته ورسیږي چې د واکمنې ډلې په توګه له طالبانو سره څنګه اړیکې ونیسي. د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي له طالبانو غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره د افغانستان نړیوال مسوولیتونه مراعات کړي.

دغو مېرمنو ویلي، چې طالبان د «حجاب» په پلمه ځوانې ښځې او نجونې ځوروي، شکنجه کوي او بند کې یې اچوي. د ښځو پر وړاندې د طالبانو دا کړنې باید د "جنسیتي توپیر" وبلل شي.

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د لسو نړۍوالو سازمانونو یوې ډلې هم په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې دې د ښځو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي. دغو سازمانونو لیکلي، چې دې غونډې ته دې د افغان مېرمنو استازي وروبلل شي او په ټولو خبرو کې دې حضور ولري.

د «یوځای، لا پیاوړې» لیک استونکي وايي، چې په افغانستان کې دننه او بهر لسګونه غړي لري. دوی د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په خطاب کې وايي: «موږ د دې فرصت په لټه کې یو چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خپل غږ پورته کړو او غواړو د هغه کسانو له ډلې اوسو چې د خبرو اترو میز ته کینو او د خپلو ګټو استازولي وکړو.»

دې ډلې په خپل ليک کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په راتلونکې غونډه کې باید د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د افغانستان د بشري حقونو د ډلو له استازو، د مدني ټولنې له ښځینه مشرانو، ټولنیزو، سیاسي او قومي ډلو سره وګوري او طالبانو سره اړیکې باید تر ممکن حده محدودې شي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي